1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: په روغتون کې اورلګېدنې نوي زیږیدلي ماشومان وژلي

۱۴۰۳ خرداد ۶, یکشنبه

په هندوستان کې د نوو زېږېدلو ماشومانو په يوه روغتون کې اورلګېدنې شپږ ماشومان وژلي دي. خبري آژانسونه وايي چې دغه پېښه په د هندوستان په پلازمينه نوي ډيلې کې رامنځ ته شوې ده. ګجرات کې هم اورلګېدنې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي.

https://p.dw.com/p/4gHxJ
د ګجرات ایالت راجکوت ښار تفريحي پارک چې د ۲۰۲۴م کال د می میاشتې په ۲۵مه په کې اورلګېدنې وشوه چې د رپوټونو مطابق ۲۷ کسان په کې وژل شوی دی
د ګجرات ایالت راجکوت ښار تفريحي پارک چې د ۲۰۲۴م کال د می میاشتې په ۲۵مه په کې اورلګېدنې وشوه چې د رپوټونو مطابق ۲۷ کسان په کې وژل شوی دی انځور: AFP/Getty Images

د اورلګېدنې دغه پېښه د شنبې په ورځ ناوخته د پلازمېنې نوي ډيلي په وېويک ويهار علاقه کې د نوو زېږېدلو ماشومانو د ساتنې په یوه روغتون کې رامنځ ته شوې ده. 

د پولیسو یو لوړ رتبه افسر، سريندرا چهودري، د يکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په ابتدا کې «ټول ۱۲ نوي زېږېدلي ماشومان د نورو خلکو په مرسته له روغتونه وژغورل شول» خو د درملنې ځای ته تر رسېدو وروسته شپږ تنو ېې ساه ورکړه.

د چهودري په وینا د شپږو مړو شوو ماشومانو علاوه، د ۱۲ ماشومانو له ډلې يو بل ېې له اورلګېدنې مخکې په لوږي کې د سا بندۍ له کبله مړ شوی، خو نور جزئیات ېې ورکړي نه دي.

چهودري زیاته کړه چې د «روغتون مالک پر ضد قانوني اقدامات پيل شوي دي.»

د ډيلي د اور وژنې ادارې مشر، اتول ګارګ هندي خبري آژانس، پي ټي آي، ته وويل چې اورلګېدنه د اکسیجن یوې ډبې د چاودنې په دلیل رامنځ ته او ډېره چټکه خپره شوه او دوی د اور د له منځه وړلو له پاره د اوروژنې ۱۴ موټر ولیږل.

د نوي ډيلي د کورنيو چارو وزير، ارویند کجريوال، دغه وضعیت «زړه ماتوونکی» ښودلی دی.

دغه پارک د هندوستان د ګجرات ایالت په راجکوت ښار کې دی چې د شنبې په ورځ د می میاشتې ۲۵مه په کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه
دغه پارک د هندوستان د ګجرات ایالت په راجکوت ښار کې دی چې د شنبې په ورځ د می میاشتې ۲۵مه په کې اورلګېدنه رامنځ ته شوهانځور: Str/REUTERS

هغه پر ټولنيزې رسنۍ ليکي: «موږ ټول د هغو تر څنګ ولاړ يو چې په دغه پېښه کې ېې خپل معصوم ماشومان له لاسه ورکړي دي.» وزير زیاته کړې چې د پېښې د لامل په هکله تحقیقات پيل شوي دي.

په تفریحي پارک کې اورګېدنه
د هندوستان په ګجرات ایالت کې هم د شنبې په ورځ په يوه تفريحي پارک کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه چې په کې لږ ترلږه ۲۲ کسان چې د پولیسو په وینا اکثريت ېې ماشومان دي، وژل شوي دي. 

د پولیسو یو افسر، وینیایک پتيل، د ۲۲ کسانو مړينه تائېد کړې خو د نوي ډيلي تلویزیون بيا په خپل رپوټ کې د مړو شمېر ۲۷ ښودلی دی. پتیل وويل چې د مړو جسدونه د پېژندلو وړ نه دي.

زیاته شوې چې دغه پارک د هندوستان د ګجرات ایالت په راجکوت ښار کې دی چې تر ډېره ماشومان او کورنۍ ورځي. رپوټونه وايي چې د دغې اورلګېدنې دليل هم نه دی روښانه، خو په هکله ېې تحقیقات پیل شوي دي.

(AFP/AP/)mks/akh

له آرشیف څخه (05.09.2020):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل