1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان هم غواړي سپوږمۍ ته وخیژي

۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبه

سپوږمۍ ته تر ختلو ۵۰ کاله وروسته اوس بیا ځيني هېوادونه غواړي هلته وخيژي. له دې جملې څخه هندوستان هم. خو سپوږمۍ ته ختل هم کوم اسانه کار نه دی. اسراییل سږکال په خپل دغه ډول یوه پلان کې ناکام سو.

https://p.dw.com/p/3Lhzw
Bildergalerie Mondmission USA
انځور: NASA/Newsmakers

امريکا متحدو ايالاتو ۵۰ کاله د مخه، یعني ۱۹۶۹ م کال کي د اپولو ۱۱ په نامه فضايي بیړۍ په کامیابۍ سره سپوږمۍ ته واستوله او لومړنی انسان یې هلته پورته کړ. تر هغه را وروسته بیا د چا سره ډیر شوق او علاقه مندي موجوده نه ول چي سپوږمۍ ته وخیژي. خو اوس ځیني هیوادونه غواړي، چي تر ۲۰۲۴ م کال پورې بیرته هلته ولاړ سي. نه یوازي دولتونه، بلکي اشخاص او خصوصي شرکتونه هم سپوږمۍ  ته دفضايي بیړیو د استولو ارزو لري.

40 Jahre Mondlandung
انځور: AP

د اروپا د فضأ نوردۍ د آژانس (ESA ) د تحقیقاتو آمر، داوید پارکر په نظر د نورو تر څنگ د دې یو علت دادی، چي سپوږمۍ موږ ته نژدې ده او په خپلو سترگو یې لیدلای سو. د هغه بل علت په «تکنالوژیکي برخه کي پرمختگ» دی، چي سپوږمۍ ته ختل نه یوازي اسانه کوي، بلکه ارزانه کوي یې هم.

دا هم پداسی حال کي ده، چي تر اوسه پوری د گوتو په شمار هیوادونه، لکه د امريکا متحده ايالات، روسیه او چین پردې باندي کامیابه سوي دي، چي سپوږمۍ ته وخیژي. تر هغه وروسته، چي چین د دریم هیواد په توگه تر پخواني شوروي اتحاد او امریکا وروسته، یعني ۲۰۰۳ م کال کي سپوږمۍ ته په خپلو وسایلو سره وخوت، نو د امريکا متحده ايالاتو ته معلومه سوه، چي په مقابل کي یې نوی رقیب پیدا سوی دی.

Apollo Mondlandung
انځور: AP

 سمدلاسه د هغه وخت د امریکا جمهوررئيس، جورج ډبلیو بوش عکس العمل ښکاره او اعلان یې وکړ، چي تر ۲۰۲۰ م کال پوري به سپوږمۍ ته فضانوردان واستوي. خو په دې برخه کي د لوړو مصارفو له کبله تر هغه را وروسته جمهوررئيس، بارک اوباما په ۲۰۱۰ م کال کي د دې پلان څخه منصرف سو. د اوسني جمهوررئيس ترمپ تر انتخابیدو وروسته بیرته په دې برخه کي د امریکا علاقه مندي ډیره سوه او غواړي تر ۲۰۲۴  م کال پوري سپوږمۍ ته فضانوردان  ولیږي.

په همدې حال کي هندوستان هم اعلان کړی دی، چي سپوږمۍ ته دغه ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره لیري فاصله طی او حتی په همدې کال کي لا د څلورم هیواد په توگه سپوږمۍ ته وخیژي. خو سپوږمۍ ته ختل هم کوم اسانه کار نه دی او د یوه عادي سفر سره ډیر توپیر لري.

اسراییلو هم د همدې عیسوي کال په اپریل کي کوښښ کړی ؤ، چي د نړۍ د څلورم هیواد په توگه سپوږمۍ ته وخیژي. د هغوی هیله مندي هم ډیره زیاته وه. خو په وروستیو دقیقو کي یې په فضايي بیړۍ کي مشکلات رامنځته او ټوله پلانونه یې ناکامه سول. فضايي بیړۍ یې پر سپوږمۍ تر کښته کیدو لږ دمخه وچاودله او ټکر ټکر سوه.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 27.07.2018 )