1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: له سپوږمکۍ سره مو اړیکې قطع شوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبه

د هندوستان فضايي ادارې خبر ورکړی چې پر سپوږمۍ باندې له کوزیدو وړاندې یې د «چاندرایان ۲« په نامه له خپلې سپوږمکۍ سره اړیکې قطع شوي دي. تر اوسه پورې د دغه ماموریت د ناکامۍ په هکله څه نه دي ویل شوي.

https://p.dw.com/p/3PCpk
Indien: Chandrayaan-2
انځور: picture-alliance/Z. Naijie

د هندوستان فضايي ادراې د شنبې په ورځ د »چاند ریان ۲« په نامه له خپلې هغې سپوږمکۍ سره اړیکې قطع شوي چې ټاکل شوې وه د سپوږمۍ په لیرې تیاره یعنې جنوبي برخه کې کښته شي. په هند کي د شنبې تر سهار پوري لا د يادې سپوږمکۍ د ماموریت د تازه جزئیاتو په هکله رسمي معلومات نه ول خپاره شوي. هندوستان د روان کال د جولای میاشتې په ۲۲مه نیټه، سپوږمۍ ته د چاندریان ۲ په نامه خپله دغه سپوږمۍ توغولې وه. هندوستان په دې توګه غوښتل چې په نړۍ کې تر امریکا متحده ایالاتو، روسیې او چین وروسته څلورم هیواد شي چې سپوږمۍ ته خپله سپوږمکۍ لیږي.

د هندوستان د فضايي څیړنو د سازمان «ایسرو» مشر کیلاساوادیوو سیوان د ماموریت د کنترول په خونه کې وویل: «ویکران په نامه د مصنوعي سپوږمۍ د پلان مطابق کوزیدله او په عادي توګه یې فعالیت کوو. تر دې وروسته، له ځمکې سره د مصنوعي سپوږمکۍ اړیکه قطع شوه. اوس په لاس راغلي معلومات ارزول کیږي.»

Indien Raumsonde Chandrayaan 2 Eintritt Mondumlaufbahn | Kailasavadivoo Sivan, ISRO
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiran

په عین حال کې د هندوستان فضايي ادارې یا «ایسرو» د ټویټر د یوه پیغام له لارې ویلي چې د سپوږمۍ له سطحې څخه د شاوخوا ۲،۱ کیلومتره تر لوړوالي پورې هم د مصنوعي سپوږمکۍ فعالیت عادي او سم وو.

بل لوري ته د یادې ادارې یوه چارواکي د اندو- آسیان په نامه خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي چې تر اوسه پورې د سپوږمۍ د سرنوشت په هکله قضاوت له وخت څخه وړاندې دی. دغه چارواکي همدا راز زیاته کړې: «د ماموریت یوازې ۵ سلنه له لاسه وتلی دی او هغه د سپوږمۍ په سطحه کوزیږدونکی سپوږمکۍ ویکرم او د پراګیان په نامه نقلیه واسطه ده، پاتې ۹۵ سلنه د چاند ریان ۲ سپوږمکۍ ده چې اوس هم د سپوږمۍ د مدار شاوخوا په بریالیتوب سره ګرځي.»

دغه چارواکي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې د سپوږمکۍ په مدار کې ګرځیدونکې سپوږمکۍ د سپوږمۍ پر سطحه د کوزیدونکو نقلیه وسایطو انځورونه د وضعیت د معلومولو په موخه اخیستلی شي.

Indien: Chandrayaan-2
انځور: Reuters/F. Mascarenhas

نریندر مودي د سپوږمۍ د ماموریت ستاینه کړې

د هندوستان لومړی وزیر چې په بنګلور کې د هندوستان په فضايي اداره کې موجود وو او دغه ماموریت یې له نیږدې څاره وویل چې ساینسپوهانو له وړاندې نه داسې لاسته راوړنه لرلې چې هغه کوچنۍ لاسته راوړنه نه ده. مودي وویل: «په ژوند کې هسکې او ژورې وي. ستاسو زحمت موږ ته ډیر درس راکړئ او ټول هیواد په تاسې ویاړي.» مودي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې که چیرته له سپوږمکۍ سره بیا اړیکه ټینګه شي... په دې برخه کې ښې هیلې لرم...زموږ سفر به ادامه ولروي.»

ټاکل شوې وه چې د ځمکې پر سطحه د هندوستان دغه سپوږمکۍ په ځايي وخت د سهار په ۱:۵۵ بجو کښته شي. د هندوستان د فضايي ادارې د دغه ماموریت مشر تر کوزیدو وړاندې ویلي وو چې دا کار ډیر مغلق دی او دغه «پنځلس دقیقې یې تر ټولو سختې دقیقې» بللې وې.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۸م کال کې هندوستان د »چاندریان ۱« په نامه خپله یوه سپوږمکۍ سپوږمۍ ته استولې وه چې د ماموریت یوه برخه یې د سپوږمۍ پر سطحه د سپوږمکۍ هدفي ټکر او له منځه تلل وو. هغه مهال د هندوستان فضايي ادارې په داسې حال کې چې د سپوږمۍ پر سطح یې د اوبو د مالیکولونو د موجودیت تائید وکړ، خپل دغه ماموریت بریالی بللی وو. د معلوماتو له مخې د هندوستان اوسنی فضاي ماموریت یعنې »چاند ریان ۲« چې اصلي هدف یې د سپوږمۍ د لیرې برخې مطالعه وه چیرته چې فکر کیږي د اوبو ذخیرې هم موجودې وي، شاوخوا ۱۴۰ میلیونه ډالره لګښت لرلی دی.