1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

هند د پاکستان د انزوا له پاره ټول سوداګریز امتیازات لیرې کوي

۱۳۹۷ بهمن ۲۶, جمعه

د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې تر یوه ځانمرګي برید وروسته چې ۴۴ تنه هندي سرتیري یي ووژل، د دې هیواد د مالیې وزیر ویلي چې هیواد یې غواړي د پاکستان د بشپړي انزوا له پاره له دغه هیواد سره ټول سوداګریز امتیازات له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/3DQJ4
Indien Selbstmord-Attentat in Kaschmir
انځور: picture-alliance/AP Photo/U. Asif

د هندوستان تر ولکې لاندي کشمير کي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبروري میاشتې۱۴ نیټه) یوه ځانمرګي بریدګر د هندي سرتیرو یو کاروان په نخښه کړ چې په پایله کې یې ۴۴ عسکر ووژل شول. په دغه موټریز ځانمرګي برید کې د هند د نیمه ملیشو په لسونو تنه نور بیا ټپیان دي. هندوستان د دغه برید مسئولیت پاکستان ته راجع کړ، خو په ځواب کې پاکستان خبرداری ورکړی چې له دې برید سره دې ربط نه ورکول کیږي.

د جمعې په ورځ د هندوستان د مالیې وزیر ارون جایتلي ويلي دي چې په کشمیر کې د پروني برید په ځواب کې به یې هيواد د پاکستان د بشپړې انزوا له پاره له ټولو دپلوماتیکو لارو کار واخلي.

د هندوستان د مالیې وزیر همدا راز وویل چې هندوستان به د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا (ډبلیو. ټي. او) د قوانینو په رڼا کې پاکستان ته د ورکړل شوي تر ټولو غوره امتیازات بیرته لیرې کړي.

په کشمیر کې د پروني ځانمرګي برید مسئولیت په پاکستان کې میشتې د جیش محمد په نامه یوې افراطي اسلامپالي ډلي پر غاړه اخیستی دی. دغه برید د هندوستان تر ولکې لاندي کشمیر کې تر اوسه پورې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.