1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: له محکمې د قرآن پاک د ۲۶ آياتو د حذفولو غوښتنه

۱۳۹۹ اسفند ۲۶, سه‌شنبه

کارپوهان په دې آند دي چي د هند ستره محکمه به نه يوازي دغه غوښتنه رده کړي، بلکي درخواست کوونکی به ښايي مجازات کړي.

https://p.dw.com/p/3qgu1
Malaysia Kuala Lumpur | Frau mit Koran
انځور: picture-alliance/Godong/F. de Noyelle

په هند کي د سليم رضوي په نوم يو کس له سترې محکمې (سپريم کورټ) څخه غوښتنه کړې ده چي له قرآن شريف څخه دي ۲۶ آيتونه حذف کړل سي. د نوموړي کس د دغې غوښتني پر ضد د هند په ځينو برخو کي لاريونونه او احتجاجونه سوي دي. په دې ترڅ کي د ټولو اسلامي مذاهبو ديني علماو د صبر او تحمل کولو ږغ کړی دی.

د هند د لکهنو سيمي اوسېدونکی او په اترپرديش کي د شعيه وقف بورد پخوانی رئيس، وسيم رضوي تيره اونۍ دغه غوښتنه عالي محکمه کي وړاندي کړه. د هغه ادعا ده چي مطرح ۲۶ آيتونه ګواکي د ترهګرۍ د زياتېدو لامل کيږي.

وسيم رضوي څوک دی؟

وسيم رضوي په اتر پردېش کي د مایاوتي د حکومت پر وخت د شعيه وقف بورد مشر ټاکل سوی وو. پر نوموړي تور دی چي د ياد بنسټ مځکي يې په غيرقانوني توګه پلورلي دي. د دې تر څنګ پر رضوي د اختلاس تورونه هم دي او پر ضد يې تحقيقات ادامه لري.

کله چي په ياد ايالت کي حکومت بدل سو او د ماياوتي پر ځای د اکهليش يادو د سماج وادي ګوند پر واک راغلی، نو وسيم رضوي د دغه ګوند غړيتوب واخيست. کله چي په دغه ايالت کي د يوګي اديتيا ناتهـ د بهارتيه جنتا ګوند حکومت راغلی، نو رضوي د هندوانو په حق او د مسلمانانو پر ضد بيانيې ورکول پېل کړې.

د هند د مرکزي تحقيقاتي ادارې له خوا د رضوي پر ضد تحقيقات ادامه لري چي په ترڅ کي ورباندي د ميليونونو هندۍ کلدارو د اختلاس تور دی.

Waseem Rizvi
وسيم رضوي د «شعيه وقف بوردِ» د مشر په توګه هم دنده ترسره کړېانځور: IANS

د قانوني حق ناسم استعمال

خو د حقوقو کارپوهانو په دې نظر دي چي په دغه قضيه کي درخواست کوونکي د هند هغه آساسي حقونو ناسم استعمال کړی چي د هند اوسېدونکو ته ورکړل سوي دي. دغه کارپوهان په دې نظر دي چي د يادي غوښتني په بدل کي دا هم ممکنه ده چي عالي محکمه دغه کس په لويه جرمانه هم محکوم کړي.

د هند د ستري محکمې يو پخوانی قاضي، سهيل اعجاز صديقي وايي: »عالي محکمه به په لومړۍ ناسته کي لا دغه غوښتنه رد کړي. دا هم کيدلای سي چي د قانوني حق د ناوړه استعمال په تور د هند سپريم کورټ وسيم رضوي ته په لوړ مقدار جرمانې سزا واوروي.« د صديقي په وينا دا امکان ځکه زیات دی چي پر وسيم رضوي باندي د اختلاس تورونه دي او ښايي دا تور پر ولګول سي چي د قرآن شريف په تړاو د درخواست وړاندي کولو مقصد يې له خپلو اصلي تورونو څخه د خلکو پام اړول وي.

دغه پخواني قاضي زياته کړې ده چي ښايي پر رضوي دا تور هم ولګول سي چي اصلي مقصد يې «د فيشن له پاره د دولتي حفاظت يا سيکورټي ترلاسه کول وي.»

وسيم رضوي په دغه دعوا کي د مسلمانانو زيات شمير ټولنيز سازمانونه، پوهنتونونه او يو شمير حکومتي وزارتونه او دولتي محکمې خپل مدعي بللي دي.
خو د هند د حيدر آباد پوهنتون د حقوقو استاد او مرستيال رئيس، فيضان مصطفی له دويچه ويله سره پر دغه موضوع په خبرو کي ويلي چي وسيم رضوي ناحقه دغه درخواست کړی او په ناحقه يې په درخواست کي اړخونه خپل مدعي بللي دي.

Indien - Kinder - Lesen
فيضان مصطفی وايي چي قرآن د مليونونو مسلمان حافظانو په سينو کي محفوظ دیانځور: picture alliance/NurPhoto/Creative Touch Imaging Ltd

د فيضان مصطفی په وينا احتمال سته چي محکمه د وسيم رضوي پر غوښتنه تر غور دمخه دې ته زيات پام واړوي چي پر نوموړي د اختلاس تورونه او تحقيقات ادامه لري.

فيضان مصطفی وايي چي نه له هند سره او نه هم په نړۍ کي له بل چا سره داسي کوم سافټ وېر يا کمپيوتري پروګرام سته چي له قرآن شريف څخه يو شی حذف کړي، دا ځکه چي په وينا يې قرآن پاک د ميليونونو مسلمان حافظانو په زړونو او دماغونو کي ثبت دی او محو کول يې ممکن نه دي.

د هند د قانوني کميشن پخواني غړی پروفيسور طاهر محمود وايي چي په ۱۹۸۴م کال هم د قرآن پاک پر ضد په کلکته عالي محکمه کي يو درخواست جمع سوی وو. د نوموړي په وينا هغه وخت محکمې دغه غوښتنه رده کړې وه او په فيصله کي يې ليکلي ول: «د محکمې له خوا د دغې موضوع څېړل به د هيواد د اساسي قانون پر ضد عمل وي. دا چي مدعيانو دا ډول يوه غوښتنه له محکمې څخه کړې ده نو يې پخپله يو لوی جرم کړی دی.»

غبرګونونه

د هند په بيلو برخو کي زيات شمير مسلمانانو د وسيم رضوي پر ضد احتجاجونه کړي دي. دغه موضوع به سوشل ميډيا کي هم خورا تاوده بحثونه رامنځ ته کړي دي.

په يو شمير ځايونو کي د وسيم رضوي پر ضد په پوليسو کي شکايتونه هم ثبت سوي دي. يو شمير کسانو د هغه پر وژنه حتی انعامونه ايښي دي.

له بل اړخه د هندوانو يوه ډله د وسيم رضوي ملاتړ کړی. دغي ډلي په خواله رسنيو کي د وسيم رضوي ملاتړ کړی او هغه يې «تر ټولو لوی وطندوست» بللی دی. د دې تر څنګ داسي غوښتني هم سته چي د وسيم رضوي د حفاظت غم دي وخوړل سي.

جاويد اختر، نوی ډلی/ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځور: