1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هند: ډاکټرانو د یوه ناروغ له سره کابو دوه کیلو تومور لیرې کړ

۱۳۹۶ اسفند ۴, جمعه

په هند کې ډاکټرانو د یوه ناروغ له سره کابو دوه کیلو ګرامه تومور لیري کړی دی. ښايي دا تر اوسه په نړۍ کې په مغز کې تر ټولو لویه دانه وي چې عملیات یې کیږي. داسې بریښده لکه ددغه ناروغ په سر پوري چې بل سر نښتی وي.

https://p.dw.com/p/2tBvS
Indien Ärzte in Neu Delhi entfernen Riesentumor
تر عملیاتو دمخهانځور: picture-alliance/dpa/Nair Hospital

د هند په ممبۍ روغتونو کې جراحانو د یوه ناروغه له مغزه ۱،۸۷ کیلوګرامه دانه لیرې کړې ده. دغه عملیات چې د فيبروري مياشتي پر ۱۴ تر سره شوي دي اووه ساعته یې دوام کړی دی.

خو د هغه د عملیاتو خبر عامه محضر ته وروسته له هغه راووت چې د ممبۍ د BYL نیر روغتون ډاکټرانو د دې ډاډ ورکړ چې د سنتلال پال روغتیایي حالت مخ پر ښه کیدو دی.

جراح سریکانت بلاس اوبرامانیم، چې په دغو عملیاتو کې یې برخه درلوده له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تومور دومره لوی وو چې داسې ښکاریده لکه د ناروغ د سر د پاسه بل سر نښلول شوی وي.»

Indien Ärzte in Neu Delhi entfernen Riesentumor
تر عملیاتو وروستهانځور: picture-alliance/dpa/Nair Hospital

نوموړي ډاکټر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د تومور لوی والي او د پال کم خونۍ عملیات لا پسې سخت کړي وو. د هغه په خبره د عملیاتو په ترڅ کې پال دري نیم لیتره وینه له لاسه ورکړه.

نادره عملیات

پال، چې د هند د شمالي اتر پرادیش ایالت دوکاندار دی له درو کلونو راهیسې يې دغه تومور لاره. په نوموړي ایالت کې په درو روغتونو کې ډاکټرانو هغه ته ویلي ول چې د دغې تومور عملیات نه شي کیدای.

د ډاکټر سریکانت بلاس اوبرامانیم، په خبره تومور د پال د ديد وړتیا اغیزمنه کړې وه او تل د هغه د سر دردۍ سبب شوې وه. د نوموړي ډاکټر په خبره پال د دغه ستر تومور له کبله خپل د سترگو ديد له لاسه ورکړی وو خو سترگي به ئې اوس به په تدریجي ډول ښي شي.

زموږ له آرشیف څخه: