1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: په ترافیکي پيښه کې ۲۹ تنه وژل شوي

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

په هندستان کې د یوې ترافیکې پيښې په پایله کې لږ تر لږه ۲۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پيښه له پلازمېنې نوي ډهلي څخه د آګرې پر لور د یمنا پر لویې لارې رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/3Lk1c
Indien Mindestens 32 Tote bei Busunglück in Rajasthan
انځور؛ زمونږ له آرشیف څخهانځور: Getty Images/AFP

د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د دغه دوه منزله مسافر وړونکي بس ډوله موټر چلوونکی د څو شیبو له پاره ویده شوی وو چې له امله یي بس ۴۰ فټه لاندې په سیند کې لویدلی دی. پيښه د سیمه ایز وخت مطابق د سحر شاوخوا ۴:۱۵ دقیقې رامنځته شوې ده. په دې بس موټر کې په مجموع کې ۵۰ تنه سپاره ول چې زیاتره یي د پيښې رامنځته کیدو پر مهال ویده ول.

د ۲۹ وژل شویو ترڅنګ ۱۸ تنه نور ټپیان شوي هم دي. ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې د شپږ تنو وضعیت یي د اندیښنې وړ دی.

ولسوال ان جي روی کمار، له رسنیو سره په خبره کې وویل: »بس ډیر تیز روان وو او ممکن چلونکی یي ویده شوی وي.«

په هندوستان کې هر کال شاوخوا ۱۵۰ زره انسانان په ترافیکي پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او نږدې ۴۷۵ زره کسان ټپیان کیږي.

آژانسونه/ ش.ن/ ا.ا