1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: پریوې محصلې د جنسی تیري کونکو بخښني ردیدل

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

اوه کاله مخکي د نوي ډیلي په یوه بس کي پر یوې محصلې باندي د ډله ایز تیري د ۴ مجرمینو د اعدام معافولو غوښتنه ددغه هیواد د جمهوررييس له خوا رد سوه. د ستري محکمې دغه فیصله به په همدې میاشت کي لا تطبیق سي.

https://p.dw.com/p/3WOxV
Gruppenvergewaltigung schockiert Indien
انځور: dapd

د هندوستان د کورنیو چارو دوزارت یوه ویاند پرون جمعې ورځ( د جنورۍ میاشتي ۱۷ مه) د جمهوررييس رام ناټ کوویند دغه خبر خپور کړی دی.

د جنسي تجاوز د ډیرو مجرمینو د جملې څخه  څلور کسان یې ، چي  په هغه وخت کي د خبرونو سرټکي گرځیدلي ول او د یوې محکمې له خوا په اعدام محکوم سوي وه، اوس یې اعدام د ستري محکمې له خوا هم تایید سو. دغه حکم اصلأ باید په راتلونکې چهارشنبه ورځ(د جنورۍ میاشتي ۲۲ مه) تطبیق سي، خو څنگه چي ددغي قضیې نورو درو مجرمینو د بخښني غوښتنه کړې ده، نو ستري محکمې خپل دغه حکم د لسو ورځو له پاره وځنډاوه.

Prozessauftakt gegen mutmaßliche Vergewaltiger in Indien am 21.01.2013
انځور: AFP/Getty Images

د ۲۰۱۲ م کال په ډسمبر میاشت کي شپږو کسانو هغه وخت پر یوې ۳۲ کلني محصلي باندي د نوي ډیلي په یوه بس کي جنسي تجاوز کړی ؤ. دغي محصلي دوې اوونی وروسته په یوه روغتون کي ساه ورکړه.  په  اعدام د څلورو محکوم سوو کسانو تر څنگ یو متجاوز نابالغه او په دې منځ کي بیرته ازاد سوی دی. یو بل تن بیا د محبس په کوټه کي ځان مړ کړی ؤ.

تر جنسي تجاوز وروسته په هندوستان کي سخت احتجاجونه رامنځته سول او مظاهره کونکو د ښځو د لا ډیر امنیت غوښتنه کوله. دې عمل په عین حال کي د ټولي نړۍ توجه دې ته راجلب کړه، چي هندوستان د ښځو د تشدد په مقابل کي مشکلات لري او نه سي کولای پر هغه باندي بریالی سي.

نوي رسمي ارقام ښيي، چي په دغه هیواد کي په هرو ۱۵ دقیقو کي پریوې ښځي او یا یوې نجلۍ باندي جنسي تجاوز کیږي.