1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ولي سپوږمۍ ته د سپوږمکۍ ماموریت لغو کړ؟

۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبه

د هندوستان په جنوبي برخه کې د هوايي ماموریتونو په مرکز کې د توغولو مرکز د یوې «تخنیکي ستونزې» له کبله سپوږمې ته د تګ خپل ماموریت تر پیلیدو څو شیبې وړاندې لغو کړ. هند غواړي سپوږمۍ ته په رسیدو د نړۍ څلورم هیواد شي.

https://p.dw.com/p/3M4tp
Indien Sriharikota MkIII-M1 Rakete Mond Mission
انځور: picture-alliance/AP Photo/ISRA

د هندوستان فضايي ادارې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې۱۵مه نیټه) سپوږمۍ ته سپومږکۍ ماموريت د «تخنیکي ستونزو» له کبله لغو کړ.

د هندوستان د فضأيي تحقیقاتو سازمان (آی. اس. آر. او) په دې هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د ډیرې پاملرنې په توګه، د نن ورځې له پاره د چاندرایان ۲ ماموریت لغو شو.» یاد سازمان لیکلي دي چې د سپوږمکۍ د توغولو تازه تاریخ به وروسته اعلان شي.

د هندوستان فضايي ادارې د تخنیکي ستونزې د ډول په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي. هندوستان غوښتل چې د چاندرایان ۲ چې له سانسکریت ژبې اخیستل شوی او د «سپوږمۍ موټر» په معنی دی، خپله دغه سپوږمکۍ د هندوستان په جنوب کې د سریهاری کوتا له مرکز څخه په ځايي وخت د شپې په ۲ بجو او ۵۱ دقیقو وتوغوي.

د هندوستان د فضايي ادارې مشر کې سیوان د سپوږمکۍ تر توغیدو وړاندې ویلي وو چې که چیرته د دوشنبې په ورځ کوم ځنډ رامخې ته شي، ښايي دغه ماموریت بیا د سه شنبې په ورځ له سره پیل شي.

ټاکل شوې چې دغه سپوږمکۍ به د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې د سپوږمې په یوه لیرې څنډه کې ښکته شي څو په سپوږمۍ کې د اوبو د نښانو په هکله خپلې پلټنې پیل کړي. تر دې وړاندې په ۲۰۰۸م کال کې د هند یوې بلې سپوږمکۍ یعنې چاندریان ۱ د سپوږمۍ په دې برخه کې د اوبو د زراتو شتون تائید کړی وو.

په فضا کې نوی رقابت

که چیرته د ۱۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د هندوستان د چاندریان ۲ دغه ماموریت په بریالیتوب سره ترسره شي،  تر امریکا متحده ایالاتو، چین او روسیې وروسته به هندوستان څلورم هیواد وي چې په سپوږمۍ کې کنټرولیدونکی ماموریت ترسره کوي.

د هندوستان له لوري سپوږمۍ ته تلو دغه ماموریت د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د چین تر ماموریت وروسته تر ټولو تازه هڅه ده. تر دې وړاندې د اسرائیلو یوې سپوږمکۍ د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د سپوږمۍ په سطحه ټکر وکړ چې له کبله یې ماموریت له ماتې سره مخ شو.

د هندوستان ملتپاله لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپل هیواد فشار راوړی څو د فضا د تکنالوجۍ په برخه کې خپلې وړتیاوې نړیوالو ته وښيي. د چاندریان ۲ سپوږمکۍ زیاتره برخې او پرزې په خپله په هندوستان کې ډیزاین او تولید شوي دي.

د هندوستان فضايي اداره غواړي چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې فضا ته له یوه انسان سره خپل ماموریت ترسره کړي. مودي همدا راز غوښتنه کړې چې د خپل هیواد فضايي اداره دې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې سپوږمۍ ته یو نجومي هم ولیږي.

 kh.nz / Reuters, dpa, AP 

زموږ له آرشیف څخه: