1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ـ په جنسي تېري تورن ۴ کسان په ډزو ووژل سول

۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعه

د هند په سويلي ښار حيدرآباد کي د جنسي تېري او قتل په تور تورن څلور کسان د پوليسو په ډزو وژل سوي دي. د پوليسو په وينا تورنو کسانو هڅه کړې چي د تحقيقاتو پر وخت د پوليسو وسله وتښتوي.

https://p.dw.com/p/3UJ7e
Indien, Neu Delhi: Forderung nach Ermittlungen bei der Frau im Vergewaltigungsverfahren verletzt wurde
انځور: Reuters/D. Diddiqui

د هندي پوليسو د يو چارواکي په وينا څلور تورن کسان د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۶مه نېټه) هغه وخت د پوليسو په ډزو کي ووژل سول، کله چي هغوی هڅه وکړه چي د پوليسو څخه توپنچه واخلي او په حيدر آباد ښار کي د تېښتي هڅه وکړي.

پر يادو کساتو شک وو چي پر ۲۷ کلنې ویترنرې (د څارویو ډاکټرې) يې جنسي تېری کړی وو او هغه يې وژلې وه. دغه پېښه په ټول هند کي د پراخو احتجاجونو لامل سوه. دا د هغه وروسته چي د قتل سوي مېرمني مړی تېره اونۍ په سوځول سوی حالت کي وموندل سو.

د ډزو تبادله

پوليسو تورن کسان له ځان سره د پيښي ځای ته بېولي ول چي هلته د پيښي د پېښېدو حالات بيا تمثيل کړي. دا په هغه ځای کي چيري چي پر قرباني جنسي تېری سوی وو او په نيم کلومترۍ کي ورته اور اچول سوی وو.

حيدرآباد ته نژدې د شمس آباد سيمي د پوليسو جګپوړي چارواکي پرکاش رېدي ويلي: «تورنو کسانو کوښښ وکړ چي د پوليسو څخه توپنچه واخلي چي په ترڅ کي يې د ډزو تبادله رامنځ ته سوه چي په نتيجه کي يې څلور واړه کسان ووژل سول.»

د راپورونو له مخي په دغه پېښه کي دوه پوليس هم ژول سوي دي.

په پارلمان کي د خلکو استازي او د حکومتي واکمن ګوند بهارتيا جنتا څخه شوبها کارانلاجي پوليسو ته مبارکي ورکړې او ويلي يې دي چي هيواد يې داسو ساتونکو ته اړتيا لري چي د لوڼو حفاظت يې وکړي او دا چي عاملينو ته بايد سخته سزا ورکول سي.

د سويلي آسيا خبري آژانس د خبر له مخي د جنسي تېري د يوې پخوانۍ پيښي د قربانۍ مور آشا دېوي هم پوليس ستايلي دي. د دغې مېرمنې پر لور جنسي تېري هم زيات احتجاجونه رامنځ ته کړي ول. د آشا دېوي په وينا پوليسو «په عالي توګه خپله وظيفه سر ته رسولې ده.»

د ډزو وژونکې پيښه د هغه څخه يوه ورځ وروسته رامنځ ته سوه چي د هند د شمال اُترپردېش په ايالت کي د جنسي تېري يوه قرباني مېرمنه د خپلې قضيې څېړونکي محکمې ته پر لاري وسوځول سوه.

په هند کي مېرمنو زيات احتجاجونه پېل کړي او له دولت څخه د خپل حفاظت او امنيت ساتنې غوښتنه کوي.

آژانسونه/ا.و.ا./س.ز.