1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند روسیې ته د توغندیو د نوي سیستم بیانه ورکړې

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د روسیې د دفاعي تولیداتو ادارې د مشر سرګې کیمیزوف په حواله هند د روسیې د ایس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د خریدارۍ له پاره ۸۰۰ میلیونه ډالره د پيشکۍ په ډول ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/3TEvr
Russland Moskau | S-400 Raketenabwehrsystem
انځور: Getty Images/AFP/A. Nemenov

داسې رپوټونه دي چې د هند حکومت دغه معامله پرته د امریکا له خوښې کړې ده. تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ د روسیي ولسمشر ولادیمير پوتين په برازیل کې د »بریکس هیوادونو« د غونډې پر مهال د هند له لومړي وزیر نریندر مودي سره لیدلي وو.

وروسته پوتين وویل: «تر هغه ځایه چې د ایس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د ورکړې خبره ده، هر څه د پلان سره سم روان دي. زمونږ هندي ملګرو د ژر سپارلو هیڅ کومه خبره نه ده کړې او هر څه سم روان دي.»

د امریکایي بندیزونو خطر

هند د روسیي د دفاعي توغندیو د پيرلو پریکړه تیر کال کړې وه. هند د ایس ۴۰۰ ډوله نوي دفاعي سیستم د خریدارۍ له پاره باید روسیي ته ۵ میلیارده ډالره ورکړي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر دې معاملې سخت غبرګون ښکاره کړې وو. امریکا هند ته خبردارۍ ورکړ چې د روسیي د دفاعي سیستم د خریدارۍ په صورت کې کیدای شي دغه هیواد د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي. خو د هند دریځ دا وو چې د خپل هیواد د دفاعي سیستم د پياوړې کولو په ځانګړي توګه د چين له لوري د احتمالي خطرونو سره د مقابلې په خاطر به، په هر صورت دغه سیستم پيري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم په سپتمر میاشت کې په واشنګټن کې له خپل روسي سیال سره د ملاقات پر مهال د هند د دې پریکړې څخه دفاع کړې وه.

کله انسان په وسلو جوړولو پیل وکړ؛ په دې اړه انځوریز رپوټ زمونږ له آرشیف څخه:

جی شنکر په هغه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته ویلي وو: «مونږ نه غواړو چې یو هیواد دې مونږ ته ووایي چې له روسیي څخه کوم شی واخلو او کوم نه، دقیق همداسې زمونږ دا هم نه خوښيږي چې کوم بل هیواد مونږ ته ووایي چې له امریکا څخه څه وپيرو.»

ولسمشر پوتین، د هند دوست

په سپټمبر میاشت کې د هند لومړي وزیر نریندر مودي د روسیي په کلنۍ اقتصادي سرمشریزه کې ګډون وکړ او پوتين یي د هند نږدې دوست وباله. د غونډې پر مهال دواړو هیوادونو پر دفاعي سکتور سربیره، یو شمیر نورو برخو کې د ګډو پروژو د پیلولو اعلان کړی وو.

د روسیي او هند ترمنځ تیر کال هم د دفاعي سکتور ترڅنګ په نورو برخو کې د ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت تجارتي معاملات شوي وو.

هند په نړيواله کچه د روسیي د وسلو تر ټولو لوی پیرودونکی پاتې شوی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د مودي حکومت د «میک اِن انډیا» پروژۍ په اساس له روسیي سره په ګډه په هند کې د وسلو جوړولو په اړه تړونونه کړي وو، خو تر اوسه پورې دا پلان په بشپړ ډول نه دی عملي شوی.

آژانسونه/ش.ن/ب.ص