1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هند د۳۹۰ ميليونه ډالرو په ارزښت نشه يي مواد نیولي

۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبه

د هند ګمرکي چارواکي وایي چې د دغه هیواد شمالي ایالت کې یې د ۳۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مخدره توکي نیولې دي چې له ګاونډي هیواد پاکستانه قاچاق شوي وو. په دې تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3LOWF
Symbolbild: Grand Trunk Road, Indien
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/Y. Travert

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د ګمرک د یوه چارواکي دیپک کمار، له قوله لیکلي دي چې ۵۸۶ کیلوګرامه مخدره توکي چې زیاتره یې هیروین وو، د غټي مالګي د ۶۰۰ بوجيو په منځ کې په ۱۵کڅوړو کې پټ کړل شوي ول. د دغه چارواکي په وینا دغه مالګه چې له پاکستانه وارده شوې وه د شنبې په ورځ د هند په پنجاب ایالت کې ضبط شوې ده.

ګوپتا د دوشنبې په ورځ وویل چې د مالګې د راواردونکي په گډون يې دوه تنه نیولي دي او تحقیقات ترې کیږي.

یاد خبري آژانس د ګمرک د یوه بل چارواکي بوپال سنګ، له قوله لیکلي دي چې دا په هند کې د کومې دولتي ادارې له لوري په دومره لوی مقدار کې مخدره توکي دي چې نیول کیږي.

چارواکي دغه کار د هند په پنجاب ایالت کې د مخدره توکو پر ضد مبارزه کې لویه بریا ګڼي. په پنجاب ایالت کې په نشه یي توکو د اخته کسانو شمیر زیات دی.