1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د ۴ کسانو د حفاظت له پاره ۳۰۰۰ کوماندویان ګمارلي دي

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

په هندوستان کې یوازې د ۴ مهمو کسانو د حفاظت له پاره د «ایس.پي.جي» تر ۳ زرو ډیر کوماندویي ځواکونه ګمارل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3OdW3
Indien allgemeine Bilder der indischen Armee
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

په دغو څلورو کسانو کې چې د سپيشل پروټیکشن ګروپ (ایس.پي.جي) په نامه د ځانګړو کوماندویي ځواکونو له خوا یي ساتنه کیږي لومړی وزیر نریندر مودي، په کانګرس کې د اپوزیسیون مشره سونیا ګاندهي او د هغې دوه اولادونه راهول ګاندهي او پرینکا ګاندهي واډرا، شامل دي.

هندوستان هغه هیواد دی چې د ۱۰۰ زره نفوس پر سر یوازې ۱۳۷ پولیس لري. دا په داسې حال کې ده چې د پولیسو ۲۲ سلنه پوستونه خالي پاتې دي.

پخواني لومړي وزیر ډاکټر من موهن سنګهـ هم د ایس.پي.جي په نوم ځانګړي کوماندویي ساتونکي درلودل چې مودي ترینه د سه شنبې په ورځ بیرته واخیستل. البته هغه ته د نسبتاً کمې درجې ساتونکي بارډیګارډان بیرته ورکړل شوي دي.

من موهن سنګهـ له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ م کال پورې د هند لومړی وزیر وو. د کانګرس ګوند د حکومت پر دې پریکړې سختې نیوکې کړي دي او ویلې يي دي چې لومړی وزیر نریندر مودي او د کورنیو چارو وزیر امت شاه به هم یوه ورځ «پخواني» شي.

د هند د امنیتي چارواکو په حواله له من موهن سنګهـ څخه د «ایس.پي.جي» کماندویي ځواکونو د اخیستنې پریکړه د مختلفو امنیتي ادارو تر ارزونې وروسته شوې ده. د یادونې وړ ده چې تر من موهن سنګهـ مخکې پخواني لومړي وزیر اتل بهاري واجپای، ته هم له کلونو ناروغۍ څخه نیولې بیا د هغه د مرګ تر وخته پورې دا ډول امنیتي خوندیتوب ورکړل شوی وو.

«ایس.پي.جي» څه شی دی؟

Indien Gandhi Ashram in Ahmedabad | Rahul Gandhi & Sonia Gandhi
د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګه، راهول ګاندي او سونیا ګاندهيانځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

د هند د پخواني لومړي زویر اندرا ګاندهي تر قتل وروسته په ۱۹۸۵م کال کې د سپيشل پروټیکشن ګروپ (ایس.پي.جي) جوړ شو. دغه ځواکونه یوازې د لومړي وزیر، پخواني لومړي وزیر، د دوی د میرمنو او ماشومانو د حفاظت او ساتنې مسئولیت لري.

دوی ته د امریکا د استخباراتي ادارې د اجنټانو په طرز او طریقې روزنه ورکول کیږي. دغه کوماندو په ډیرو عصري وسلو سمبال دي، خو د دوی کار برید کول نه، بلکې دفاع وي.

دغه ځواکونه پراخ واک لري. د قانون له مخې سیمه ایز حکومتونه مکلف دي چې له (ایس.پي.جي) سره هر ډول همکاري وکړي. په هر ځای کې چې دوی وغواړي د خپلو کوماندو ځواکونو د استولو له پاره د هند د هوایي ځواکونو له الوتکو او هیلیکوپرتونو څخه استفاده کولی شي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ز