1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير به هم خپل کړو

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د هند حکومت ويلي دي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير به هم يوه ورځ په خپله خاوره کې شامل کړي. هند دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې څه موده مخکې یې تر خپلې ولکې لاندي کشمير ځانگړی حيثيت لغوه کړ.

https://p.dw.com/p/3Pm12
Subrahmanyam Jaishankar
انځور: AFP/Getty Images/S. Loeb

د هند د بهرنيو چارو وزير سبرامنيم جی شنکر، ويلي دي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د هند برخه ده او د نوي ديلي حکومت توقع لري چې يوه ورځ به هند پر دې بيرته بشپړه کنترول ولري.

نوموړي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د دې لانجمنې سيمې له وجې د دواړو هيوادونو اړيکي سختې خرابې دي.

د هند حکومت د اگست مياشتې پر ۵ نيټه د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمير ځانگړي حیثيت ختم کړ او له هغه راهیسې هلته د گرځبندیز په څېر وضعيت حاکم دی او له نوري نړۍ سره یې اړيکه پرې شوې ده.

د کشمير لانجمنه سيمه د هند او پاکستان ترمنځ ويشل شوې ده. په نوي ډيلي کې حکومت د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د »پاکستان له خوا اشغال شوې سيمه« چې انگلسي لنډيز یې « PoK » دی، بولي.

Indien Kaschmir-Konflikt l Stadt Srinagar
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې گرځبندیز ته ورته حالت حاکم دیانځور: picture-alliance/Xinhua/J. Dar

د هند د بهرنيو چارو وزير سبرامنيم جې شنکر د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت وويل: «د PoK يا د پاکستان له خوا اشغال شوې سيمې په اړه زموږ نظر او تگلاره روښانه ده او تل به روښانه وي. دغه سيمه د هند برخه ده او موږ توقع لرو چې يوه ورځ به یې واک او اختيار زموږ شي، په بشپړه توگه.» 

بل لوري ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې څرگندونو سخت غبرگون ښوولی او دا یې په کلکو ټکو غندلي دي. د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي: «د يوه اشغالگر دولت له خوا دغه ډول غير مسئولانه او پارونکې څرگندونې د سېمې وضعه لا پسې خرابوي او سوله او امنيت له منځه وړلی شي.»

د وزارت له خوا زياته شوې: «پاکستان سوله خوښوونکی دی خو د هر ډول اشغال د ځواب د ورکړې له پاره پوره چمتووالی لري.»

د هند د بهرنيو چارو وزير د سه شنبې په ورځ په نوي ډيلي کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت دا خبره تکرار کړه چې د جمو او کشمير د ځانگړي حیثيت د ختمول د هند کورنۍ مسئله ده.

BS/NZ (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: