1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند خپله مواصلاتي سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړه

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

هندوستان په بریالیتوب سره د جي سیټ ۳۰ په نوم د ځمکې په مدار کې ټاکل شوي نقطې ته د خپل ډیر قوي مواصلاتي سټلایټ په رسولو سره د جي۵ انټرنټي خدماتو د غځولو د هڅو په برخه کې لویه بریا ترلاسه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3WOkj
Indien Sriharikota: GSLV-F09 Sattelite Launch Vehicle beim Start
انځور: picture-alliance/Photoshot

له دې سټلایټ یا سپوږمکۍ سره به د مواصلاتو نظام ډیر مستحکم شي، انټرنټ به ګړندی او په هغو سیمو کې چې اوس انټرنټ نشته هم انټرنټ ته لاس رسی ترلاسه شي. د GSAT-30 سټلایټ د جنورۍ په ۱۷ نیټه په فرینچ ګیانا کې له موجوده فضایي مرکز څخه وتوغول شو او شاوخوا ۳۸ دقیقې وروسته دغه سپوږمکۍ خپل مدار ته ورسیدله. دغه سپوږمکۍ به چې ۳۳۵۷ کیلو ګرامه وزن لري، تر ۱۵ کلونو پورې فعاله وي.

په هندوستان کې اوسمهال په ډیره بیړه پر جي ۵ ټکنالوژۍ کار روان دی. په داسې یو وخت کې یوې ډیرې پياوړې سپوږمکۍ ته اړتیا وه چې GSAT-30 به دغه اړتیا پوره کړي.  د «اسرو» په نوم د هند د فضایي څیړنو ادارې د یو ایس راو مرکز مشر کنهې کرشنن د ځمکې په مدار کې په بریالیتوب سره د سټلایټ تر کښيناستنې وروسته وویل: «د GSAT-30 له ځای پرځای کولو سره مو د ۲۰۲۰م کال پیل په بریالیتوب سره وکړ.»

همدارنګه د اسرو مشر ډاکټر کې سیون بیا وویل: « GSAT-30 سپوږمکۍ د ډي ټي ایچ تلویزوني خدماتو، ای ټي ایم له پاره کوچنۍ دستګاوې، د اسهامو د تبادلې، تلویزوني اپ لنکنګ او د تلویزوني رپوټونو خدمات، د ډیجیټلي سټلایټ د خبرونو د یوځای کولو(ډي ایس این جي) او د ای ګورننس اسانتیاوې برابروي.» ډاکټر کی سیون زیاته کړه چې د دوی اداره په ۲۰۲۰م کال کې د نږدې لسو سپوږمکیو پر استونې کار کوي.

د لمر په هکله د تحقیق په ارتباط د هندوستان لومړی ماموریت «ادیتیه ایل» به هم د روان کال په اواسطو کې فضاء ته واستول شي. پر دې ماموریت په ډیر سرعت سره کار روان دی. دا ماموریت به د اقلیمي بدلونو او هوا د وړاندوینو په برخه کې مهم رول ولري.

له GSAT-30 سټلایټ سره به په هندوستان کې د مخابراتو او انټرنټ مواصلاتي سیستم مستحکم شي. له دې سپوږمکۍ سره به د تلویزوني خپرونو، د هوا وړاندوینې، طبیعي آفاتو په هکله مخکې له وخت څخه د خبرداري ورکولو سیستم او له هغه څخه د ژغورنې اقداماتو په برخو کې ډیره آسانتیا رامنځته شي.

دا به د هند د سټلایټ ان سیټ ۴ ای کې، ځای ونیسي کوم چې په ۲۰۰۵ م کال کې استول شوې وه او خپل ماموریت یي بشپړ کړی دی.

دویچه ویله/ ش.ن/ ق.ن