1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته د ترمپ سفر د سختو مظاهرو تر سيوري لاندي راغلی

۱۳۹۸ اسفند ۶, سه‌شنبه

هند ته د امريکا د ولسمشر دونالد ترمپ سفر، د تابعيت په اړه د نوي قانون پرضد د سختو مظاهرو تر سيوري لاندي راغلی. د نوموړي قانون د پلويانو او مخالفينو ترمنځ د نښتو په ترڅ کي اوه کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3YN68
Indien Unruhen in Neu Delhi
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/Str

لکه څرنگه چي د انديا اکسپرس په نامه ورځپاڼي خبر ورکړی، د وژل سوو کسانو په منځ کي يو پوليس هم شامل دی. په دغو نښتو کي سل کسان نور ټپيان سوي هم دي. د امريکا ولسمشر ترمپ له دوشنبې ورځي راهيسي د دوو ورځو له پاره د هند په سفر بوخت دی.

د هند د کورنيو چارو وزارت څرگنده کړې ده چي په پلازمينه کي وضعيت په کنترول کي دی. د نوي ډهلي ايالتي صدراعظم ارويند کيجريوال، د دغې اغيزمن سوي اکثريت مسلمان ميشتي سيمي له هندوانو او مسلمانانو څخه غوښتنه کړې چي يو له بل سره سوله ايز وضعيت وساتي. ددغه ستر ښار په شمال ختيځ کي اوباشانو د دوشنبې په ورځ موټرونو او کورونو ته اور واچاوه.

پر سړکونو اخ و ډبونو په مخ پر زياتيدونکي ډول د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د مقابلې شکل نيولی دی.

Indien Staatsbesuch von Donald Trump in Neu Dehli
په نوي ډیلی کی د ولسمشر ترمپ او نریندا مودی ترمنځ لیدنه کتنهانځور: AFP/M. Ngan

دغه نوی قانون چي په دسمبر کي تصويب سو له مخي يي له گاونډيو هيوادونو پاکستان، افغانستان او بنگله ديش څخه راغلو غير مسلمانو ته د هند تابعيت ورکول کيږي. منتقدين دا کار د هند له اساسي قانون څخه سرغړونه بولي چي د مذهب بې طرفۍ ته ژمن دي. د نوموړي قانون پر ضد مظاهرو کي تر اوسه، په لسونو کسان وژل سوي دي. ځينو ايالتونه له دې څخه ډډه کړې ده چي نوموړي قانون عملي کړي.

په نوي ډيلي کي د سړکونو پر سر نښتي له يکشنبې ورځي راهيسي هغه وخت  پيل سوې چي د هند حکومت پلوو ملي ځواکونو هڅه کوله له اونيو راهيسي د دغه قانون د مخالفينو د ناستي تر يو حده سوله ايز اعتصابونه په زورزياتي سره وټکوي.  

د هند اکثريت يعنی اتيا سلنه اوسېدونکي هندوان دي. دوهمه لويه مذهبي ډله مسلمانان دي چي شمير يي څه ناڅه ۱۸۰ ميليونو ته رسيږي.