1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان افغانستان ته د غنمو پر لیږد توافق وکړ

۱۴۰۰ بهمن ۳, یکشنبه

هند او پاکستان افغانستان ته د پاکستان له لارې د ۵۰ زره ټنه غنمو پر لیږد توافق ته ورسیدل. د غنمو لومړنۍ محموله به د فبرورۍ میاشتې په لومړيو کې د تورخم بندر له طریقه افغانستان ته وارد شي.

https://p.dw.com/p/45yIM
Flaggen von Indien und Pakistan
انځور: Yann Tang/Zoonar/picture alliance

هندي ورځپاڼې «ټایم آف اينډيا» د يکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د اسلام آباد او نوي ډيلي تر منځ یو توافق شوی چې له مخې به يې افغانستان سره د هندوستان مرسته شوي غنم د پاکستان له لارې استول کیږی.

دغې  ورځپاڼې ليکلي دي چې هندوستان او پاکستان بلاخره د دوو میاشتو خبرو اترو وروسته په دې سلا شول چې د هندوستان کمکي غنم دې د پاکستان له طریقه افغانستان ته ولیږدول شي.

په دې اساس، په کمکي غنمو بار په زرونو لارۍ به لومړی د هند او پاکستان د واګه ځمکني بندر له طریقه پاکستان ته داخل شي او بیا په پام کې ده چې د روان میلادی کال د فبرورۍ میاشتې په اوایلو کې افغانستان ته ورسيږي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته، هند افغانستان سره خپله دریمه کمکي محموله چې تر ډيره درمل ول، د هوا له لارې کابل ته انتقال کړه.

په افغانستان کې د وچکالۍ او لوږې بحران په ډیریدو سره، هندوستان دوه میاشتې مخکې افغانستان ته د څه باندې ۵۰ زره ټنه غنمو د لیږد اعلان وکړ، خو د اسلام آباد او نوي ډيلي ترمنځ د اختلافاتو په دلیل افغانستان ته د دغو غنمو لیږد وځنډیده.

پاکستان په وروستیو څو لسیزو کې افغانستان ته د هندي مرستو د انتقال په برخه کې هند ته په ندرت ترازنیتي سهولتونه مساعد کړي او حتی اجازه یې هم نه ده ورکړې.

ټایم آف اينډيا ورځپاڼه زیاتوي په ۲۰۰۲ کال کې کله چې افغانستان د اوس په څیر بشري بحران سره مخ شو هغه وخت پاکستان د هندوستان هغه وړاندیز چې د لارې يې افغانستان ته کمکي غنم انتقال کړي، رد کړی وو.

په رپوټ کې راغلي دي چې د دواړو لورو تر منځ د شوي توافق له مخې، په پام کې ده افغانستان سره د هندوستان کمکي غنم د خوراک نړیوال سازمان یا «ډبلیو اف پي» په لاریو کې د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي.

طالبانو تر دې وړاندې پاکستان ته د هندوستان له دغه وړاندیز څخه هرکلی کړی وو چې غواړي غنم ېې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولیږي. طالبان په دې برخه کې د پاکستان حکومت تائيدۍ ته په انتظار کې ول.

هندوستان د پاکستان له لارې افغانستان ته د دغو څه باندې ۵۰ زره ټنه غنمو د انتقال له پاره د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر مياشتې په ۱۹مه نیټه له پاکستان سره مذاکرات پیل کړل.

د یادې هندي ورځپاڼې د رپوټ په حواله، هندوستان همدارنګه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې دې د غنمو او د نورو بشري مرستو د عادلانه ويش بهیر، د ملګرو ملتونو سازمان له خوا نظارت شي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسیدل. تر هغه وروسته په دغه هیواد کې خلک د بیکارۍ او فقر له کبله له ستونزو سره مخامخ شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بشري بحران د رامنځ ته کیدو څخه خبرداری ورکوي او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي دي چې د دغه هیواد خلکو سره عاجلې بشري مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان مشر، آنتوني ګوتریش په وروستیو کې افغانستان سره د بشري مرستو په خاطر له نړيوالې ټولنې څخه د ۵ ميلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه. هغه دغه غوښتنه یوازې د روان میلادي کال له پاره کړې وه. هغه وخت د دغه سازمان یوه بل لوړپوړي چاروکي ویلی وو که سږکال دغه پیسې مرسته نه شي کال ته به بیا د پنځو ميليارډو ډالرو پر ځای د لس میليارډه ډالرو غوښتنه کوو.

دويچه ویله د/م.ک.ص./ا.خ.ح.