1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمندی ماشوم د ۴۰ هيوادونو د رياضي په سيالي کي لومړی سو

۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبه

د هلمند چارواکو خبر ورکړی دی چي د دغه ولايت يو یوولس کلن ماشوم په کمبودیا هیواد کي د ۴۰ هيوادونو تر منځ د ریاضي په سيالۍ کي لومړی مقام گټلی. محلي چارواکو دغه کوچنی ستايلی دی.

https://p.dw.com/p/3gV7H
Afghanistan Sebghatullah Mathematik
انځور: Pressebüro des Gouverneurs von Helmand

د هلمند ځايي چارواکو هغه ۱۱ کلن ماشوم وستايه چي په کمیودسا کي يې د ۴۰ هيوادونو ترمنځ د رياضي په سيالو کي لومړی مقام افغانستان ته راوړی دی.

صبغت الله د هلمند ولايت اوسېدونکی دی او لومړی ئې په هرات کي د رياضي په سيالو کي لومړی مقام گټلی وو. هغه تر دې وروسته بيا کمبودیا ته ولاړ او هلته يې د ۴۰ هيوادونو د شاگردانو ترمنځ د رياضي په سيالو لومړی مقام وگاټه.

صبغت الله د هلمند له والي سره
صبغت الله د هلمند له والي سرهانځور: Pressebüro des Gouverneurs von Helmand

 

د هلمند والي دغه ماشوم له خپلي کورنۍ سره يو ځای خپل دفتر ته وربللی وو او هغه يې وستايه. ويل سوي دي چي د هلمند چارواکو له دغه ماشوم سره نغدي مرسته کړې ده.

د هلمند چارواکو د دغه ماشوم بريا د افغانستان وياړ گڼي او ژمنه يې کړې ده چي له جمهوررئيس غني سره به د ملاقات زمينه ورته برابره کړي.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه شمېرل کيږي چي پکښې ډيری ماشومان د خراب امنيتي وضعيت له کبله له ښوونځيو څخه محروم دي او يا ډير لږ يې ښوونځيو ته ځي.