هلمند کې د پرلت غړو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی
هلمند کې پرلت کوونکو د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی. د هغوی په خبره د اوربند په هکله یې د حکومت او طالبانو څخه مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی. د هلمند پرلت انځورونه او په هکله یې معلومات په انځوریز البوم کې لیدلی او لوستلی شئ.
د هلمند د پرلت کوونکو نارینه او ښځینه غړو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی. دپرلت نارینه اوښځینه غړي وایې دوی ځکه د نه خوړلو اعتصاب وکړ چي د اوربند په اړه یې د حکومت او طالبانو څخه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د پرلت ګډونوالو د مثبت ځواب د نه ترلاسه کولو وروسته د پنجشنبې له ورځې راهیسې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.
دغه ځوانان وایي چې خپل همت له لاسه نه ورکوي اوترهغه به د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړي، څو چې د اوربند په اړه د حکومت او طالبانو څخه مثبت ځواب ترلاسه نه کړی.
د نارینه وو سربیره یو شمیر هلمندي میرمنو هم خیمه درولې او له طالبانو او حکومت څخه یې د سولې او اوربند غوښتنه کوله. له دوی څخه ځینې وايي چې جګړې یې کورنۍ ویجاړې کړي او د کور غړي یې ترې اخیستي.
تیره ورځ په یوه پیغام کي وسله والو طالبانو د لښکرګاه د پرلت له ګډون کوونکو څخه وغوښتل چي د دوی پر ځای دې په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو سره خبرې وکړي، څو د سولې له پاره له وسله والو سره خبرې پیل کړي.
د دې خیمې په اړه د هلمند ولایتي اداري هم خپله اعلامیه خپره کړې او وایي چي اوربند به هغه وخت کیږي، چې کله د سولې په تړاوخبرې اترې پیل سي.
د پرلت د ښځو د برخي مسئوله حسنيه احساس وایې چي تر هغو به ښځي هم خواړه ونه خوري چي د جګړې دواړه لوري لمړی اوربند او بیا سوله ونه کړي.
د پرلت خیمه د تیرې جمعې په ماښام د لشکرګاه د لومړۍ حوزې د تورټانګ په سیمه کي دغازي محمد ایوب خان لوبغالي ته نږدې د غیږ نیونې د سیالۍ پر مهال د موټر برید تر چاودنې وروسته ودرول شوه. په دغه چاودنه کي ۱۶ ملکي کسان ووژل سول او ۵۲ نور بیا ټپیان سول. پرلت کوونکو په لومړي سر کې له طالبانو د سولې غوښتنه کړې وه.