هغه ګټور خواړه چې غاښونو ته زيان رسوي
ځيني خواړه او څښاک له دې سره سره چې د انسان روغتيا ته ګټه رسوي، د بدن پر ځينو برخو باندي منفي اغيز لري. انځورونه او معلومات.
مرکبات
سره له دې چې د مالټو او ليمو خوراک د روغتيا له پاره ډيره ګټه رسوي، خو هغه کسان چې د خپلو غاښونو له زيړوالې څخه ناراضه دي، د غاښونو ډاکټران ورته سپارښتنه کوي چې د ليمو او نارنجو له خوړو څخه ډډه وکړي.دغه ميوې چې په زياته اندازه د اسیدو درلودونکي دي د غاښونو مینا ته زیان رسوي. له همدې کبله ستاسې غاښونه د سړو او تودو خوړو پر وخت ډير حساس کيږي.
قهوه
د ډيرو کسانو له پاره د سبا نارې پر وخت قهوه د خوښې وړ څښاک دی. سمه ده چې قهوه د مزاج په سمولو کي مرسته کوي. خو د هغې ډير څښل په غاښونو کې د رنګ بدلولو سبب کيږي. په قهوه کې موجود اسید د خولې "پیاچ" ته بدلون ورکوي.ښه داده چې په خاصه توګه د قهوې له څکلو وروسته له تروو خوراکې توکو څخه ډډه وشي، ځکه دغه توکې د غاښونو حساس کيدلو سبب کيږي.
د ميوې اوبه
د ميوې اوبه د ډيرو ويټامينو درلودونکي دي. خو په ډيرو څکلو کې بايد احتیاط وشي. ځکه په زياته اندازه شکره او اسيد لري چې دا د غاښونو کلسيم له منځه وړي. په ميوه کې موجوده شکره (فروکتور)،په خوله کې له موجودې بکتریا سره اسيد جوړوي او د خولې د ککړتیا سبب کيږي.
چای
چای هم د قهوې په څير په غاښونو کې د لکو را پيدا کیدلو سبب کيږي. شين چای خړ او تور چای زيړې لکې پیدا کوي. کارپوهان سپارښتنه کوي چې پر غاښونو د بدرنګه لکو د مخ نيوې له پاره چای له لږو شیدو سره وڅکو.
پالک
پالک له ډيرو ګټورو سبو څخه شمیرل کيږي. دا ځکه چې د کاروتين او معدنی توکو لکه کلسیم او پوتاشیمو درلودونکي دي. خو نه شو ويلې چې دغه سابه د غاښونو له پاره ګټور دي. په پالکو کې اسید اګزالیک دي چې له کلسيم سره يوځای کیدل يې يو مالګين نه حل کيدونکې جوړښت رامنځ ته کوی چې نوم يې دې اګزالات کلسیم. دغه ماده د غاښونو د مینا حساس کيدلو سبب کيږي.
شات
له ډيرو زمانو څخه شات د انسان د روغتيا له پاره په ګټورتوب شهرت لري. خو په شاتو کې د ډيرې شکرې شتون د غاښونو له پاره زيان رسونکی دی.
ميوه لرونکي مستې
ميوه لرونکي مستې له ګټورو خوړو څخه شميرل کيږي، خو د غاښونو له پاره زيان رسونکی دي. ځکه چې په ډيره اندازه پکې شکره شته. له همدې کبه کارپوهان سپارښتنه کوی چې د غاښونو د سالم پاتيدلو له پاره طبعي او خالص مستې کار شي.