هغه څيزونه چي ښايي موږ يې راپيادول نه غواړو
په ماشومتوب کي انسانان په ډېر لږ وخت کي د زياتو نوو معلوماتو سره مخامخ وي. دا ځکه چي ماشومانو ته ټول شيان نوي وي. د ماشومتوب د وخت بعضي داسي شيان هم سته چي ښايي موږ نه غواړو راپياد يې کړو. دلته يې وپېژنئ:
پوزه څټل
د يخ يا زکام له وجې د انسان پزه بهيږي. د انسان ماشومان د ګڼ شمېر حيوانانو په شان خپله پزه څټي او په دې توګه يې پاکوي.
ځای لندول
د شپې د خوب پر وخت د کټ يا بيدېدو د ځای لندول په ماشومتوب کي عامه خبره وي. کله چي انسانان لوی سي نو نه غواړي دغه وخت پياد کړي.
پرتوګ ډکول
په نړۍ کي هر انسان له دغې پروسې تېر سوی چي د ماشومتوب پر وخت تر هغه چي لوييږي او مور او پلار ورته د پاټ يا تشناب ته تلو چل ورزده کوي، په پرتوګ کي ځان خرابوي. ځيني وخت حتی په ښوونځي کي هم ماشومانو ته دغه پخوای عادت بيا ورپېښيږي.
هر څه په خوله کي اچول
عموما کله چي ماشومان د ۹ مياشتو عمر ته ورسيږي نو يې لاسونه او ګوتي داسي په کنټرول کي وي چي په آسانه توګه يو شی په نيولای سي او تر خولې پوري يې وړلای سي. له دغه وخت څخه اکثره ماشومان هر څه چي په لاس ورځي خولې ته پورته کوي او په خوله يې ننباسي. دغه حالت عموما تر يونيم کلنۍ پوري دوام کوي.
خامخا غوښتل
ماشومان عموما د يو کال په عمر کي تلل زده کوي او ورسره سرسخته تکرارونه زده کوي. يعني کوم شی چي غواړي نو يې خامخا غواړي او که ورته ورنه کړل سي نو غوسه ورځي. د غوسې په حالت کي بيا دغه ماشومان ژاړي او زيات وختونه مور او پلار په دې توګه ځان ته متوجه کوي.
په سترګو کي د صابون لګېدو له کبله ژړل
زيات ماشومان سته چي له لمبا او لمبېدو (مينځل کېدو) څخه ډاريږي يا يې نه خوښيږي. په زياته له دې کبله هم کله چي يې سترګو ته د صابون اوبه ولاړي سي او سترګي يې سوخت شروع کړي. په داسي صورت کي هغوی په احتجاج کي سخته ژړا هم کوي.
په لوړ ږغ څخه بيره
زيات ماشومان چي کله ناببره ږغ، لکه د بخار د دېګ شپېلکی، د موټر هارن، د سپي غپا يا ورته آواز واوري نو بيږي او په لوړ آواز ژړا پېلوي.
د غيږي غوښتل
کله چي ماشومان په پښو تلل زده کړي نو بیا غواړي چي ټول وخت تګ وځغلي راوځغلي. خو کله چي ستړي سي نو غوښتنه کوي چي خامخا په غېږ کي واخيستل سي او ځان د مور يا پلار په غيږ کي آرام کړي يا آرام وکړي.
پاشل کول
ماشومان اکثره وخت هر شی چي په لاس ورځي اخلي او بيا يې بل چيري غورځوي. له همدې کبله زيات وخت د کورنۍ مشران کله د خپلو کيليو او کله نورو څيزونو په تلاښ وي.
له پېچکارۍ ژړل
نژدې ټول ماشومان له ستنې لګولو يا پېچاکارۍ څخه سخت بد وړي او په زيات احتجاج د دغه د مخنيوي کوښښ کوي او ژاړي. زيات ماشومان د هغوی د نوکانو د پرې کولو پر وخت هم ژاړي. خو مور او پلار د هغوی د زړه ويلي کوونکي ژړا باوجوده مجبوره وي چي دا کار وکړي ځکه چي حتمي وي.