هغه ناڅاپي اختراعوې چي نړۍ ته یې بدلون ورکړ
اختراعوې او نوښتونه معمولا د کارپوهانو د کلونو پلټنو نتیجه وي. خو تاریخ ته په کتو سره ویل کیدای سي چي اتفاق او تصادف هم په ځینو اختراعو کی نقش لوبولی دی.
"اتفاق" و "تصادف" په ځینو اختراعو کي دخیل دي. په وروستیو کي په هسپانیا کي د کانتابریا له انستیتوت څخه د فدریکا برتوچینی، د هغو څیړنو پایلې خپرې شوې چې د عسلو د مچیو په کندو کی د وریښمو د چینجیو یې کړې وې. هغه له کندو څخه چینجان راټول کړل او په یوې پلاستیکي کڅوړی کی یې واچول ، چینجیو څو ساعته وروسته پلاستیک وخوړی ، سوري یې پکښي جوړ کړل او ورڅخه راووتل.
د پلاستیکو کثافات د مځکې چاپیریال د خطر سره مخامخ کړی. نوموړي چینجان پلاستیک خوري او میکروپلاستیکی فضولات له بدنه نه خارجوي بلکه هغه د اتیلنگلیکول په نامه موادو باندی اړوي. اوس پر چینجیو باندی دغه ډول پلټنه نورو پلټنو ته هم لاره خلاصه کړه . فدریکا برتوچینی فکر کوی چی چینجان د آنزیم په نامه موادو معینه اندازه لري او که هغه صنعتی تولید ته ورسیږي نو د پلاستیکو د کثافاتو ستونزه به له منځه ولاړه سی.
د پلټنو د نتایجو پر وخت داسي نښلوونکي ټوټې کشف سوي چی د تڼیو او غوټو ځای یې ونیو. په شپیتمه میلادی لسیزه کی د ناسا په نامه د امریکا متحده ایالاتو فضایی آژانس، له دغو موادو څخه د فضانوردانو په کالیو کی استفاده وکړه چی وروسته بیا ورڅخه د بوټانو او او نورو شیانو په صنعت کی هم گټه واخیستل سوه.
بریتانوی کیمیاپوه روبرت چیزبرا، چي شرکت یې مخ په ورشکست وو پریکړه وکړه چي د نفتو د تولید په برخه کي کار وکړي. هغه د کار پر وخت متوجه سو چي د کار پر وسایلو یې پارافین ډوله ماده لیدل کیږي . کارگران که څه هم له هغه څخه شکایت کوي خو بیا یې هم د خپلو زخمونو د جوړولو له پاره له دغو غوړو موادوڅخه کار اخلي.
څو کاله وخت یې ونیوه چي د تفلون (۶TeF) په نامه ماده چی په تصادفي ډول د "تلوریم هگزافلوئورید" په نامه گاز څخه په لاس راغلې وه ، په کړایی گانو او نورو «ناسوزو» دیگو کی وکارول سي.
د فایزر د کمپنۍ پلټونکي د زړه په ناروغي اخته کسانو د پاره د"سیلدنافیل" پر مادې پلټنې کولې. هغوی پس له یو څه وخته متوجه سول چی هغه نارینه چی په امتحاني ډول له نوموړو تابلیتو څخه استفاده کوي ، جنسي قوت یې مخ په زیاتیدو وي ، له همدې کبله د زړه د تابلیت پر ځای د نارینه وو له پاره د «ویاگرا» تابلیتونه رامنځته سول.
د یوې مشهوری کیسې له مخی یوه ورځ نیوتن د مڼو تر ونې لاندی ناست وو چي یوه مڼه په تصادفی ډول له ونې څخه راولویده. هغه په دې وخت کی د مځکی جاذبې قووې ته متوجه سو. وروسته یې د ۱۷۲۶ کال د اپریل پر پنځلسمه ، خپل ملگری ویلیام استاکلی ته وویل: «دغی پیښې په ذهن کی یوه پوښتنه راپیدا کړې چی ولې مڼه تل مستقیماً پر مځکه رالویږي؟ ولی هغه بغل او یا هم لوړه نه ځي؟» خو تر اوسه هم د دغې کیسې حقیقت روښانه نه دی.
عصری اورلگیت هم په تصادفی ډول رامنځته سوی. بریتانوي درمل جوړونکي جان واکر، په ۱۸۲۶ کی لومړنی کیمیاوي اورلگیت جوړ کړ. هغه یوه ورځ آنتیموان سولفید، کلر سدیم، او داسی نور مواد په لرگي سره وهل. د دغو موادو یوه برخه په لرگي پوری وموښتل او د دې له پاره چی هغه د لرگي څخه جلا کړی، پر یوه کلک شي باندی یې توږل چی نابیره یې اور واخیست.
په ۱۹۲۸ کال کی د پنی سیلین، کشف هم ناڅاپي وو. سکاتلندي پلټونکي آلکساندر فلمینگ، پر استافیلوکوک باندې تر کار وروسته له یاده وایستل چي د آزمایشگاه کړکۍ وتړي له همدې کبله د باکتریاوو د کرلو په لوښي کی د پني سیلیوم پیسکه «پوپنک» راپیدا سوه او ټولی کرل سوي باکتریاوي یې له منځه یوړې. له همدې کبله فلمینگ دې نتیجې ته ورسید چی دغه ماده کولای سي د انسان په بدن کی د مضرو باکترویاو څخه مخنیوی وکړي.
د ۱۸۹۵ میلادي کال د نوومبر پر اتمه د آلمان د ورڅبورگ د پوهنتون استاد رونتگن (Wilhelm Conrad Röntgen) د خپلو پلټنو پر وخت متوجه سو چي د فلورسانس په نامه چتر باندې ځینی شیان راښکاره کیږي او په ډیری تیزۍ سره یې کشف کړه چی دا یوه نوې شعاع ده او هغې ته یې د «ایکس» د شعاع نوم ورکړ.
رونتگن په ۱۹۰۱ کال کی د «ایکس» د وړانگې د کشفولو له امله د فزیک د نوبل جایزه تر لاسه کړه. د نوموړې وړانگې کشف او د طب په برخه کي یې په پراخه کچه استعمال، د ډیرو انسانانو د ژوند د ژغورلو سبب سو او په اوس وخت کي پرته له عکس اخیستلو د طب د علم تصور هم ناممکن دی.