هغه شیان چې په آلمان کې خارجیانو ته عجیب او غیر عادي دي
هغه څه چې د آلمانانو له پاره عادي او معمولي ښکاري، د ډيرو مهاجرو او خارجي اتباعو له پاره د حیرانتیا وړ دي. په دې انځوریز البوم کې ځینې هغه عادتونه ذکر شوي چې ممکن په نورو هیوادونو کې عادي نه وي.
د پزي پاکول
آلمانان نه یوازې په کور او یا د یوازیتوب په حال کې، بلکي په عامو ځایونو او ان په رستورانتونو کې خپلې پزې په لوړ غږ او ډیر فشار پاکوي. دوی ته دغه کار بد نه ښکاري خو په ځینو نورو هیوادونو کې دغه کار بې ادبي او له تصوره لیرې بریښي.
سينما
په آلمان کې له پلان شوو فلمونو پرته، د دې هیواد په سینماګانو کې ښوول کیدونکي فلمونه زیاتره آلماني ژبې ته ژباړل شوي وي. دوی د مالګینو پلیو پر ځای خوږې پلۍ خوري. د دې ترڅنګ کله چې سوداګریز اعلان وي، څراغونه روښانیږي او ایسکریم پلورونکی هم لیدل کیږي. دغه څه هغه وخت لیدل کیږي، چې په سینماګانو کې د فلم کیسټ بدلیږي.
د کلیساګانو مالیې
دغه مالیات له ۱۸۷۵م کال راهیسې پیل شوي او له۱۹۵۰م کال راهیسې د آلمان د مالیې اداره دغه څه په مستقیمه توګه د کارکوونکو له عایداتو ګرځوي. پر عاید باندې له ۸ نه تر ۹ سلنه مالیه کلسیاګانو ته ورکول کیږي. څوک چې نه غواړي دغه مالیات ورکړي، نو باید له کلیسا سره اړیکې پرې کړي. دغه څه د ډیرو آلمانانو له پاره د تصور وړ کار نه دی.
د راډیو او تلویزیون وضع شوي مصارف
په آلمان کې ان هغه څوک که تلویزیون یا راډیو هم ونه لري، باید د راډیو او تلویزیون دغه مالیات ورکړي. دغه پیسې پرته له دې چې په یو کور کې څومره تلویزیون یا راډیوګانې اوریدل یا کتل کیږي، له هرې کورنۍ اخیستل کیږي. یوازې د کم عایده او بې وزله کسان له دې راز پیسو معاف دي.
د یکشنبې په ورځ هر څه تړلي وي
د کلیساګانو او د ټولنو د فشارونو له امله باید د یکشنبې او د عمومي رخصتیو پرمهال ټول دوکانونه او دفترونه رخصت او تړل شوي وي. دغه ورځ د کورنۍ او له قید او شرط پرته آزادۍ له پاره ټاکل شوې. په دې هیواد کې یوازې ډوډۍ پلورنکي د رخصتیو په ورځ تر غرمې مخکې پرانیستي وي که نه خلک به د یکشنبې په ورځ ګرمه ډوډۍ ونه لري.
له پایې پرته شاور
یوازې په عصري او پرمختللو حمامونو کې شاور په یوه میله یا په دیوال نصب شوي وي. په ډیرو مواردو کې باید د اوبو د ویش آله په لاس کې و نیول شي. سربیره پر دې آلمانان تر شاور لاندې ډیر پاتېدل هم نه خوښوي. دوی په دې باور دي چې د نصب شوي شاور له امله ډیرې اوبه مصرفیږي او د انسان د جلد له پاره هم ښه نه دي.
د ماسپښین د ډوډۍ پرمهال کیک او یا خواږه شیان
په ډیرو هیوادونو کې د ماسپښین ډوډۍ نه یوازې په کورونو، بلکې په رستورانتونو او ان په وړکتونونو کې د میز پر سر ایښودل کیږي. تر ډوډۍ وروسته کیک او یا خواږه هم خوړل کیږي. خو په آلمان کې کله کله د کچالو پکوړې له خوږو سره یو ځای هم خوړل کیږي. ماشومان زیاتره خوښوي له اصلي خوړو وروسته دغه راز خواړه وخوري.
د سوپرمارکیټونو په کتارونو کې بې حوصله توب
د آلمان په سوپرمارکیټونو کې که کوڅ په دې فکر راځي چې په کوچنیو پیسو توکي رانیسي، نو بیاد صبر او حوصله ولري. ځکه چې تر شا یې نور کسان چې په نوبت کې ولاړ وي کله بې حوصلې کیږي او غیر عادي کتنه هم کوي چې بايد و زغمل شي. په ځینو مواردو کې ان وایې چې «لږ مخکې ولاړ شه». په دې حالت کې له دوکاندار څخه هم د هیڅ راز مرستې انتظار مه لرئ، ځکه چې هغه هم د نورو په څیر بیړه لري.
پر مینځل شوو لوښو باندې د ځګ پاتې شونی
د لوښو مینځل یوازې د اوبو د نلکې لاندي نه کیږي، بلکې د لوښو د مینځلو د ځای د اوبو مخرج بندیږي بیا له اوبو او د لوښو د مینځلو له مایع څخه ډکیږي ترڅو لوښي پکې ومینځل شي. تر دې وروسته مینځل شوي لوښي چې لږ ځګ هم ورباندې پاتې وي، پریښودل کیږي چې اوبه ترې ولاړې شي او بیا یې په یوه ټوکر وچوي. آلمانان غواړي چې په دې توګه ډیرې اوبه مصرف نه کړي. د خارجیانو له پاره دغه څه بیا غیر صحي ښکاري.