هر څوک له لوږې سره په مبارزې کې برخه اخیستی شي
۱۳۹۲ مهر ۲۲, دوشنبه«د ژوند په لومړیو زرو ورځو کې کم خوراکي تل د ژوند په پاتو کلونو کې د امکاناتو د محدودیدو په معنی ده.» دا خبره د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، د لوږې پر ضد د مبارزې په اړه د خپل هیواد له مهمو تلویزوني شبکو سره یاده کړه. ګاوک په نړۍ کې لوږې ته په اشارې سره وویل: «لوږه له انساني کرامت سره نه جوړیږي. په کافي اندازه خوراکي توکو ته لاس رسی په حقیقت کې یو بشري حق دی.»
له لوږې سره د مخامخ کسانو سره مرسته کوونکی آلماني سازمان په ۱۹۶۲م کال کې تأسیس شو او غواړي د اکتوبر ۱۶مه چې د خوراک نړیواله ورځ ده د بېلابیلو مراسمو په ترڅ کې ولمانځي ترڅو آلمانان تشویق کړي چې په نړۍ کې د لوږې پر وړاندې عمل وکړي.
له څو کلونو راهیسې له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د «عمل اوونۍ» لمانځل کیږي او سږ کال دغه اوونۍ د «نړۍ عدالت نه لري» تر شعار لاندې لمانځل کیږي.
غیر دولتي سازمانونه انتقاد کوي چې اوس هم د پخوا په څیر په نړۍ کې ۸۴۲ میلیونونه انسانان له لوږې سره مخامخ دي. هرکال ۳،۱ میلیونه ماشومان د سو تغذیه له امله (په اوسط ډول په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم) مري. په ټولې نړۍ کې هر کال اووه میلیونه انسانان د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. له دې امله له لوږې سره د مخامخ کسانو سره مرسته کوونکی آلمانی سازمان د «عمل اوونۍ» مفهوم جدي نیسي. آلمانان باید خپله فعاله شي د بیلگې په توگه د ښوونځیو په جشنونو، په کنسرتونو او یا هم په شرکتونو کې مرستې راټولې کړي. د آلمان ولسمشر په خپله وینا کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې په دې ترڅ کې «هر څوک کولای شي یو کار تر سره کړي».
د مصرف په اړه باید له سره فکر وشي
د «فیان» بشري حقونو سازمان غړي رومان هیره، له دویچه ویله سره په خبرو کې د عمل اوونۍ ستاینه وکړه او ویې ویل: «دا به یوه مثبته خبره وي، چې د دغه شان کړنو په واسطه له لوږې سره د مبارزې په ترڅ کې عامه پوهاوی او احساس تقویه شي او د خلکو لویه برخه د لوږې د دغه ناورین پر وړاندې عمل وکړي.»
هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د اومه موادو، صادراتو او وارداتو په برخه کې ناوړه سیاست د لوږې د رامنځ ته کیدو سبب گرځي. د رومان هیره په آند په اروپا کې د دغه تولیداتو مصرف کوونکي کولای شي د دغه مشکل په له منځه وړلو کې په کوچنۍ ونډې سره گډون وکړي.
د بشري حقونو د چارو کارپوهان په دې برخه کې، د بیلگې په توگه د غوښې نوم اخلي. رومان هیره په دې اړه وایي: «موږ پر دې پوهیږو چې انسان د غوښې د یوې ټوټې تولید له پاره اوه یا اته ځلې نورې خوراکي موادو ته اړتیا لري. یعنې د څارویو خوراکي توکو واردولو ته اړتیا ده.» هغه پر دې خبره ټینگار کوي چې په آلمان کې باید زیات خلک سړکونو ته راووځي چې د منابعو د عادلانه ویش له پاره د ۲۰۱۳م کال د جنوري د میاشتې په څیر لاریونونه وکړي. په دغه کال کې په برلین کې ۲۵ زره کسان د «موږ له دې وضعیت څخه په تنگ راغلي یو» تر شعار لاندې احتجاجونه وکړل.
پخوانی راډیویي خبریال کورت گیرهاردت چی د «بن د بلنې» په نامه د یو حرکت د نوښتګرو له جملی څخه دی، بیا په بل نظر دی. د هغه سازمان د صنعتي هیوادونو پر اوسنیو پرمختیايي مرستو باندی نیوکه کوي او د بې وځله هیوادونو په اړه د اغیزمن او بهتره سیاست د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي. گیرهاردت له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د انسانانو برخلیک په افریقا کې ټاکل کیږي، نه زموږ پر سړکونو، چې خلک سره راټولیږي او ښایي اعانه هم راټولوي.»
خو هغه له لوږې سره د مبارزې له پاره د «عمل اوونۍ» یو ښه اقدام بولي، ځکه چې د هغه له نظره دغه عمل د هغو کسانو د تشویق لامل گرځي چې د مرستو د ورکولو په اړه په شک او تردید کې دي. د گیرهاردت له پاره دا ډیره مهمه ده چې راټولې شوې پیسې واقعا اړو خلکو ته ورسیږي.
د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک خپله تلویزوني وینا په دې ټکو سره پای ته ورسوله چې «باید له لوږې سره د مبارزې سازمان ملاتړ وشي .» دا چې څومره آلمانان به په دې برخه کې په عمل لاس پورې کړي، په راتلونکو ورځو کې به معلومه شي. د عمل اوونۍ د اکتوبر میاشتې تر شلمې نیټې پورې دوام کوي.