1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هايکو ماس امنيت شورا کې اصلاحات وغوښتل

۱۳۹۷ مهر ۷, شنبه

د آلمان خارجه وزير، هايکو ماس، پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې د نورو فرعي خبرو پر ځای دې د امنيت په شورا کې د اصلاحاتو په سر خبرې وشي. د تغييراتو په سر دغه هڅې د ۱۹۹۰يمو کلونو راهيسې روانې دي.

https://p.dw.com/p/35h3W
USA l Außenminister Maas - UN-Rede in New York
انځور: Reuters/E. Munoz

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماس، د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې يا اسمبلې څخه وغوښتل چې بالاخره دې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د اصلاحاتو په سر جدي خبرې اترې پيل شي. د آلمان خارجه وزير وويل چې د امنيت شورا تقريبا په ۱۹۴۵ م کال کې تر تاسيس وروسته هيڅ نه ده بدله شوې، سره له دې چې د نړۍ د اوسېدونکو شمېر درې برابره ډېر شوی او د ملګرو ملتونو د غړو شمېر هم په دې موده کې څلور برابره ډېر شوی دی.

د امنيت شورا کې يوه چوکۍ

آلمان د ډېرې مودې راهيسې په ملګرو ملتونو کې اصلاحات غوښتي دي چې اصلي هدف يې د امنيت په شورا کې یوه دايمي چوکۍ ده. چين، فرانسه، روسيه، بريتانيا او متحده آيالات د دغې شورا دايمي غړي دي چې د شورا په پرېکړو کې د ځانګړې ويټو حق هم لري. آلمان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له خوا د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ مياشتې څخه د امنيت د شورا يو له لسو غير دايمي غړو څخه ټاکل شوی دی.

آلمان د کډوالو لپاره ۱۳۵ ميليونه ډالر وغوښتل

ماس د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپلې وينا پر مهال وويل «شرمونکې» ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو ان ايچ سي آر) کافي بودجه نه لري څو هغو په ميليونو سوريايانو سره مرستې وکړي چې د دغه هېواد له کورنۍ جګړې څخه تښتېدلي دي. هغه په نورو شتمنو هېوادونو باندې غږ وکړ چې مرستو ته دې ورودانګي.ماس وويل چې آلمان به د کډوالو ادارې ته اضافتاً ۱۳۴ ميليونه ډالر يعنې ۱۱۶ ميليونه يورو ورکړي. ماس وويل: «د بشري مرستو د دويم لوی ورکوونکي هېواد په توګه به آلمان يو ان ايچ سي آر ته نورې ۱۱۶ ميليونه يورو ورکړي، دا د لازمو پيسو نيمه برخه ده، څو په اردن او لبنان کې له مېشتو سوريايي کډوالو سره مرستې وشي.»
هغه دا هم وويل چې نور هېوادونه بايد همداراز بسپنې ورکړي چې دا د ماس له خوا د ملګرو ملتونو چارتر يا منشور ته اشاره ده چې له مخې يې د ملګرو ملتونو ولسونه دې ته ژمن دي چې «راتلونکي نسلونه د جګړې له ربړې څخه وژغوري چې زموږ په ژوند کې دوه ځله يې بشر ته بې حده ډېر غم اړولی دی.»

څو اړخيزه ديپلوماسي

ماس دا هم وويل چې د څو اړخيزې ديپلوماسۍ په برخه کې روان کړکېچ هم حلېدلی شي، چې په دې ترڅ کې يې په آلمان کې نازيانو ته تر ماتې ورکولو وروسته تاريخ ته اشاره وکړه. ماس وويل چې «زموږ د اروپايي ګاونډيانو زړورتيا چې پخلاينه يې غوښتله» او د متحده آيالاتو مرستو د دويم نړيوال جنګ وروسته يوه ځورېدلې قاره د آزادۍ، امنيت او رفاه په لور متوجه کړه. د آلمان د بهرنيو چارو وزير، دا هم اضافه کړه چې «په دغسې نړۍ کې چې لويې نړيوالې ستونزې پکې موجودې دي، موږ يوازې خپلواکي او استقلاليت ساتلی شو که يو د بل سره همکاري وکړو.» هغه په دې ترڅ کې د چاپېريال ساتنې موضوع او د سوريې له کړکېچ څخه يادونه وکړه.