1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هايتي ـ پوليسو د پوځ پر مرکزي مقر بريد وکړ

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

د هايتي په هيواد کي په احتجاج بوختو پوليس چارواکو د پوځيانو پر مرکزي مقر بريد کړی او لږ تر لږه يو عسکر يې وژلی دی.

https://p.dw.com/p/3YJCv
Port-au-Prince: Ausschreitungen in Champ de Mars
انځور: Reuters/A. Martinez Casares

د احتجاج کوونکو پوليسو له لوري د پوځيانو پر مرکزي مقر د بريد پېښه د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ مياشتي ۲۳مه نېټه) په پلازمېنه پورت او پرنس کي رامنځ ته سوې ده. د دغه هيواد د دفاعي چارو وزارت په وينا په دغه پېښه کي يو عسکر وژل سوی او يو بل نظامي کس ژوبل سوی دی. د هايتي هیواد پوليس له مياشتو راهيسي د بهتره کاري شرايطو له پاره احتجاجونه کوي.

د روغتون د کاري عملې په وينا په ياده پېښه کي يو پوليس هم وژل سوی دی. زياته سوې چي په لسهاؤ کسان ژوبل سوي هم دي.

له دې مخکي د پوځ اعلی قومندان د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي ول چي هغوی »محاصرې په حالت« کي قرار لري. هغه زياته کړې وه چي پر نظامي مقر د وسلو، اور اچوونکو او اوښکي بهوونکو وسيلو سره بريدونه کيږي. د اعلی قومندان په وينا عسکرو ځوابي ډزي کړي دي.

حکومت د ياد تاوتريخوالي له کبله د کارنيوال مېله لغوه کړې ده. د حکومتي اعلاميې پر اساس د دغه لغوه کېدنې مقصد د لا زياتي وينې د تويېدنې مخنيوی دی. حکومت د شنبې په ورځ د پوليسو او د هغوی د کورنيو په حق کي د نوو ټولنيز اصلاحاتو په اعلان سره د وضعې تر کنټرول راوستلو هڅه وکړه چي بريالۍ نه وه.

     

د بېلګي په توګه د وظيفې پر وخت د وژل سوو پوليسو د کورنيو له پاره به د مرستو يو صندوق رامنځ ته کيږي. د دې تر څنګ د پوليسو د بيمې له پاره به هم يو صندوق جوړ کړل سي.

د هايتي پوليس په زياته دا غواړي چي صنفي اتحاديې جوړي کړي کومي چي د دوی د حقونو له پاره کار وکړلای سي.

هايتي د نړۍ د تر ټولو بې وزلو هيوادونو څخه يو دی. په ۲۰۱۰ کال کي په دغه هيواد کي سختي زلزلې دغه هيواد زيات زيانمن کړ. په دغه زلزله کي ۲۰۰ زره انسانان ووژل سول او تر ۱،۵ مليونو څخه زياتو کسانو د سرپناه خپل ځايونه له لاسه ورکړل او بې کوره سول.

AFPD/AWA/SR