1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هانګ کانګ: د مظاهرو پر مهال تاوتریخوالی زیات شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

تیل لرونکي بوتلي بمونه، اوښکي بهونکی ګاز او فشار لرونکي اوبه: د بریتانیي په دغه پخوانۍ مستعمره کې وضعه مخ پر لا خرابیدو ده. یو پولیس د مظاهره کونکي له خوا په غشي ویشتل شوی.

https://p.dw.com/p/3TBVk
Hongkong Protest gegen China & Ausschreitungen
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Cheung

د هانګ کانګ امنیتي ځواکونه له اوښکي بهونکي ګاز، فشار لرونکو اوبو او ربړي مرمیو سره د مظاهره کونکو د تیت او پرک کولو له پاره استفاده کوي، خو افراطي مظاهره کونکي بیا له لیندۍ او غشي څخه کار اخلي.

د رسنیو له پاره یو تن ګمارل شوی پولیس په غشي ویشتل شوی دی. د پيښې پر مهال اخیستل شوي انځور کې لیدل کیږي چې غشی څنګه د پولیسو د مامور په پښه یا ورون ننوتلی دی. یو شمیر مظاهره کونکو پر پولیسو په خپل لاس جوړ کړي منجنیق په وسیله بوتلي بمونه غورځولي.

د مظاهره کونکو او پولیسو ترمنځ تصادم په لومړي سر کې په هانګ کانګ کې د پولی تختیک پوهنتون ساحه کې رامنځته شوه چې د مظاهره کونکو له خوا په اصطلاح اشغال شوی وو.

په تیرو اونیو کې دغه دولتي پوهنتون د تیرو پنځو میاشتو راهیسې د روانو مظاهرو په مرکز بدل شوی دی. ډیر شمیر پوهنتونو اعلان کړی دی چې روان سمسرتر به له وخت مخکې ختموي. د لا زیاتو مظاهرو او سړکونو د بندیدو ګواښونو په پام کې نیولو سره چارواکو د یوې بلې میاشتې له پاره هم په ښار کې د ښوونځیو او وړکتونو د بند ساتلو اعلان کړی دی.

Hongkong Protest gegen China & Ausschreitungen
د مظاهره کونکو له خوا په خپل لاس جوړ کړي منجنیقانځور: picture-alliance/AP Photo/K. Cheung

تیره اونۍ هانګ کانګ، د جون میاشتې په ۹ نیټه د پیلو شویو مظاهرو د پيل راهیسې د تاوتریخوالي د تر ټولو ډیرو پيښو شاهد وو. د شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره چنایي عسکر هم په دې اقدام ور ګډ شوي دي.

د چینایي پوځ عسکرو له لنډو پتلونونو او ټي شرټونو سره په داسې حال کې چې بی وسلې ول د هغه پوهنتون چې د مظاهره کونکو له خوا محاصره شوی وو ترڅنګ سړک څخه تیږې او نور شیان راټولول. د هانګ کانګ حکومت روښانه کړه چې د دغه ماموریت غوښتنه د دوی له خوا نه ده شوې.

مظاهرې په لومړي سر کې د هغه پلان شوي قانون پر ضد پيلې شوې چې له مخې یي د لومړي ځل له پاره چین ته د بندیانو استول یي ممکن کول. په همدې منځ کې مظاهره کونکي حرکتونه د جامع دیموکراتیکو اصلاحاتو او د چين پلوه حکومت د ختمیدو غوښتنه کوي.

jv/hk (dpa, afp, rtr)/sn/a.a