هاليوډ د اسامه د وژلو د عملياتو فلم جوړوي
۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبهدغي امريکايي ډايرکتړي، کاترين بيګلاو، پر خپل نوي فلم چي د اسامه بن لادن د وژلو په اړه دی ډير سخت کار پيل کړی.
د دغه فلم نوم «بن لادن ووژنۍ» دی. د دغه هنري فلم کارونه وروسته له هغه چټک سول چي د نړۍ تر ټولو غښتلی تروريست، اسامه بن لادن، د امرکايي ځواکونو لخوا په پاکستان کي ووژل سو. دغه خبر د هاليوډ د يوې ويب پاڼي لخوا خپور سوی.
د راپورنو له مخه کاترين بيګلاو د فلم د پلان په جوړولو او د لوبغاړو په انتخابولو پيل کړی دی.
د اسامه په هکله د هنري فلم د جوړيدو پلان له پخوا څخه موجود و. د هغه تر وژل کيدو د مخه هاليوډ پلان درلودی، چي د هغو ناکاموعملياتو په اړه فلم جوړ کړي چي د اسامه د وژلو په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پرتو سيمو کي په لاره اچول سوي ول.
اوس چي بن لادن د امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کي ووژل سو، د دغه فلم سناريو نوې سوې. د نوي سناريو له مخه به کاترين بيګلاو هغه عمليات چي اسامه يي وواژه په خپل فلم کي انځور کړي.
ويل کيږي چي ميګان اليسن به د «بن لادن ووژنی» د فلم مالي لګښت په غاړه واخلي. په دغه فلم کي به 36 کلن استراليايي ممثل، جويل ايګرتون، رول ولري.
دغه استراليايي ممثل د هاليوډ په لويو فلمونو لکه King Arthur يا ارتور پاچا، او د ستورو جګړې Star Wars په فلمونو کي رول لوبولی دی.
د بن لادن ووژنی Kill Ben Laden د فلم ډايرکټره، کاترين بيګلاو، لومړۍ ښځينه ده چي د غوره ډايرکټري جايزه يې تر لاسه کړې.
دغه جايزه دې ته د The Hurt Locker د فلم د جوړولو لپاره ورکړل سوې وه. دغه فلم په عراق کي د يو امريکايي سرتيري په اړه جوړ سوی و.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل