هالند په ځينو ځايونو کي برقعه منع کوي
۱۳۹۴ خرداد ۲, شنبه
د هالند د کورنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په دنهاگ کي يوه داسي لايحه وړاندي کړي ده چي له مخي به ئې په ځينو ادارو او ځينو عامه ځايونو کي د چادرۍ پر سر کول منع وي.
په دغه لايحه کي راغلي دي چي په راتلونکې کي به په ښوونيزو او روغتيايي مرکزونو، دولتي ادارو او عامه ترانسپورت کي پر بشپړ بدن پټولو (حجاب) باندي بنديز ولگول سي. خو دغه لايحه بايد د پارلمان له خوا تصويب سي.
د کابينې تر غونډي وروسته د هالند لومړي وزير مارک روته ويلي دي چي د کورنيو چارو د وزير رونالد پلاستيرک، له خوا پر چادرۍ باندي د بنديز وړانديز په بازار کي نه عملي کيږي. هغه ويلي دي: «دا په ځينو خاصو ځايونو کي چي هلته ډېر مهم دي چي انسان بايد وليدل سي عملي کيږي.»
لومړي وزير پر دې باندي هم ټينگار کړی دئ، چي دغه قانون هيڅ مذهبي شاليد نه لري.
د هالند حکومت ويلي دي چي هيڅ داسي دليل نه سته چي په ټولو ځايونو کي برقعه منع کړل سي.
دغه لايحه بايد د پارلمان له خوا تصويب سي. په پام کي ده چي هغه څوک چي له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي ۴۰۵ يورو به جريمه کيږي.
د هالند د رسنيو په حواله په دغه هيواد کي نزدې ۵۰۰ ښځي چادرۍ پر سر کوي. ويل کيږي چي د دوی ډېری ئې کله نا کله پر سر کوي.