1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هالند ـ يو کس نیول شوی چې پر ويلدرز یې د برید پلان لره

۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبه

د هالند پولیسو د سه شنبې په ورځ یو کس په دې شک نیولی دی چې پر ښې اړخې سیاستوال ګیرت ویلدرز یې د برید پلان لره. ویلدرز ویلي چې غواړي د اسلام د پیغمبر د کارتونونو سیالي په لاره واچوي.

https://p.dw.com/p/33wTs
Geert Wilders Politiker der Niederlande
ګيرت ويلدرزانځور: Imago/Reporters/D. Gys

پولیسو په یوې بیانیه کې ویلي چې هغوی دغه کس د دنهاګ د اورګادو په تمځای کې نیولی دی. پولیسو لا تر اوسه پورې د دې کس هویت نه دی بربنډ کړی.

د پولیسو په بیانیه کې راغلي دي چې اوس له دې کس څخه څیړنې روانې دي او تمه کیږي چې هغه به د جمعې په ورځ د قاضي پر وړاندې ظاهر شي.

پولیسو زیاته کړې چې هغوی په فیسبوک ټولنیزې شبکې کې د یوې ویدیو له لارې پر دې موضوع خبر شول. په دې ویدیو کې دغه ۲۶ کلن کس ویلي دي چې هغه پر اسلام ضد سیاستوال او د پارلمان غړي ویلدرز، او همداراز د هالند پر پارلمان باندې د برید پلان لري.

ویلدرز چې د روان کال په پیل کې یې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد د کارتونو د سیالۍ په لاره اچولو پلان اعلان کړ، ویلي دي چې د هالند د ترهګرۍ ضد پولیسو یا NCTb ورته د دې موضوع په اړه خبر ورکړی دی.

هغه د خپل تویتر ټولنیزې شبکې له لارې ویلي: «ما ته NCTb نن سهار وویل چې یوه کس په فیسبوک کې ویلي چې هغه هالند ته زما د وژلو په هدف راغلی دی.» ویلدرز زیاته کړې: «له نیکه مرغه هغه نیول شوی. دا لیونتوب دی چې دا یوازې د کارتونونو د یوې سیالۍ له کبله کیږي او دا چې [د کارتون سیالۍ] د مرګ د ګواښونو لامل کیږي.»

ویلدرز د هالند د آزادي په نوم ګوند مشر او د اسلام ضد څرګندونو له کبله مشهوره دی. تیره اوونۍ پاکستان د کارتونونو د دې سیالۍ له کبله چې د «دین ضد» یې بولي نیوکې کړې او په اسلام آباد کې یې د هالند یو لوړپوړی چارواکي د معلوماتو ترلاسه کولو له پاره غوښتی دی.

د هالند لومړي وزیر مارک روتې، هم دغه سیالۍ «بې احترامي» او «پاروونکې» بللې ده خو په عین حال کې یې د بیان د آزادي اصل ملاتړ کړی دی. د هالند د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی دی چې دغه سیالۍ د دې هیواد د حکومت په نوښت نه ترسره کیږي.