نړۍ ته د کاربن ډای اکسایډ او خرابي هوا بیه څومره ده؟
۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبهگل خانه اي او نور مضرره گازونه زموږ صحت ته تاون رسوي، ایکالوژیکي سیسټم خرابوي او هوا گرموي. په ټوله دنیا کي هوا ورسره خرابیږي ، چي په سبب یې سخت سیلابونه، طوفانونه، وچکالۍ ، ویرانۍ او ورسره انساني درد او غم رامنځته کیږي. دا هم پداسي حال کي ده، چي تر اوسه پوري د اقلیمي، چاپیریالي او صحي ضررونو عاملینو اکثرأ ددغو تاوانونو جبران خساره نه ده ورکړې. تاواني سوي کسان اکثرأ هیڅ مرسته په لاس نه راوړي او که یو څه وي ، هغه هم ددولت له خوا وي.
یو ورځنئ محصول څومره گران تمامیږي؟
د جرمني د اقلیم ساتني د فدرالي ادارې- UBA څخه استرید ماتي وايي، چي« زموږ ورځني محصولات د ایکالوژیکي سیسټم له پاره ډیر گران تمامیږي. هغه ضررونه ، چي مثلأ د ودانیو او زیربنأ څخه رامنځته کیږي، نه یوازي صحت ، بلکي ایکالوژیکي سیسټم ته هم ډیر تاوانونه رسوي.»
په ودانیو کي د برق ، سکرو او یا تیلو د استعمال او یاهم په موټرونو، بسونو، ریلونو او یا طیارو کي د تگ راتگ او سفرونو څخه رامنځته سوي تاوانونه ملیارډو ډالرو ته رسیږی.
د یوه ټُن کاربن ډای اکسایډ تولید د جرمني د اقلیم ساتني د فدرالي ادارې د ارقامو پراساس تقریبأ ۶۴۰ یورو کیږي. که دغه تاوانونه د ۱۰۰۰ کیلومتره په فاصله کي دطیارې پر یوه مسافر باندي تقسیم سي، نو یې اقلیم ته ۲۳۵ یورو تاوان رسیږي. د یوه بس پر مسافر او عین فاصله کي فقط ۲۶ یورو او ریل کي ۴۶ یورو کیږي. د شخصي ډیزلي موټر پواسطه عین فاصله اقلیم ته ۱۹۳ ، پترولي ۱۸۹ او برقي موټر ۱۵۲ یورو تاوان رسوي.
دغه اداره غواړي په راتلونکي کال کي اقلیم ته د زراعتي محصولاتو تاوانونه هم نشر کړي.
په همدې خاطر د نوبل جایزې گټونکئ جوزیف سټیگلیڅ غواړي، چي تر ۲۰۲۲ م کال پوري د کاربن ډای اکسایډ دهر ټُن پر تولیدونکي او عامل باندي د ۳۵ څخه تر ۷۰ یورو او تر ۲۰۳۰ م کال پوري ۴۴ تر ۸۸ یورو پوري وضع سي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 21.03.2018)