1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیواله محکمه: امریکا باید له ایرانه ځیني بندیزونه لیرې کړي

۱۳۹۷ مهر ۱۱, چهارشنبه

امریکا له ایران سره د شوي نړیوال اتومي تړون څخه تر وتلو وروسته پر دغه هیواد بندیزونه ولګول. د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې په خپله یوه پریکړه کې ویلي دي چې ځینې بندیزونه چې ملکي خلک ترې اغیزمن کیږي باید لیرې شي.

https://p.dw.com/p/35vOg
Den Haag Internationaler Gerichtshof tagt zu Iran USA
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Corder

نړیوالې محکمې له امریکا متحده ایالاتو غوښتي دي چې پر ایران باندي د بندیزونو یوه برخه لیرې کړي. په دینهاګ کې د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې ویلي دي چې دغه څه د هغو بندیزونو په هکله صدق کوي چې د واشنګټن حکومت د می میاشتي پر اتمه نیټه نافذ کړي دي. زیاته شوې ده چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې ملکي هوایي چلن باید له دغو بندیزونو اغیزمن نه شي. همداشان دغه څه د بشري مرستو په هکله هم صدق کوي.

د ایران هرکلی

ایران د نړیوالې محکمې د پریکړې هرکلی کړی دی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه «پریکړه زموږ د مشروع دریځ د منلو په معنی ده.» د وزارت په وینا دغه پریکړه د نړیوال قانون له مخې التزامي دي. زیاته شوې ده چې په دې ترتیب باید متحد ايالات په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوي تړون ته ژمن پاتې شي.

د امریکا غبرګون

امریکا متحده ایالاتو لا ترمخه ویلي ول چې دغه موضوع په دې محکمې پورې اړه نه لري. د متحده ایالاتو په وینا نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو ځانګړې محکمه ده چې نړیوالې شخړي تنظیموي. زیاته شوې ده چې د محکمې پریکړې که څه هم الزامي دي، خو د هغې د اجرا کولو امکانات نه لري. متحده ایالاتو او ایران په تیرو وختونو کې په تکراري ډول د دغې محکمې پریکړې له پامه غورځولي دي.

متحده ایالاتو له ایران سره شوی نړیوال اتومي تړون په یوه اړخیزه توګه لغوه کړ او په می میاشت کې یي پر دغه هیواد بندیزونه ولګول. خو محکمې په خپله پریکړه کې ویلي دي چې کیدای شي دا په ۱۹۵۵م کال کې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوستۍ تړون خلاف وي او دا باید په حقوقي لحاظه روښانه شي.

د محکمې په وینا تر هغې پورې متحده ایالات باید هغه بندیزونه چې تر ټولو ګواښونکي دي باید وځنډوي. دا چې په دې تړاو اصلي محاکمه څه وخت پیلیږي، لا کومه نیټه نه ده ټاکل شوې. د دغې محکمې قضيي کیدی شي څو کاله وخت ونیسي.

زموږ له آرشیف څخه: