1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیواله غونډه: د رسنیو آزادي د هغوی په اعتبار پورې تړلې

۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

په داسې حال کې چې رسنیو تر یوه حده پورې په نړۍ کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي، چارواکي لا آساني لاري مومي چې د هغوی د کار آزادي محدوده کړي. د دویچه ویله د رسنیو په نړیوال کنفرانس کې پر همدې موضوع هم بحث وشو.

https://p.dw.com/p/3JVjy
Journalisten Protest Hongkong
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا رسنیو ته نه پام او هغوی ته د «دروغجنو خبرونو» خطاب د نړۍ په نورو برخو کې هم اغیز لرلی. اوس نو ښی اړخي رژیمونه او پوځي دولتونه په مخ پر ډیریدونکي ډول خبریالان او رسنۍ هدف ګرځوي.

د دویچه ویله د ۲۰۱۹م کال د رسنیو په نړیواله غونډه کې په یوه بحث کې پر هغو ګواښونو او ننګوونو بحث وشو چې رسنۍ ورسره په آسیا کې مخامخ دي.

بنګله دیشي خبریال او فعال شاهدول عالم، د بحث ګډونوالو ته وويل: «نه یوازې په اسیا، بلکي په ټوله نړۍ کې د رسنیو آزادي د کمښت په حال کې ده. دا یوه نړیواله موضوع ده.»

د دې بحث خبریالان چې د بنګله دیش، هانکانګ، هند، پاکستان او ټایلند ول، پر دې خبره سره موافق ول چې آن په دیموکراتیکه توګه ټاکل شوي حکومتونه اوس په دې هڅه کې دي چې د رسنیو آزادي محدوده کړي.

د حکومت له «هو» سره «هو» ویل

د «دې هندو» ورځپاڼې پخوانی لیکوال او «دې وایر» خبري پارتل بنسټ ایښودونکي سیتارت واردراجن، چې د دې بحث یو له ویاندانو څخه وو، وویل: «انتقادي رپوټونه دولتونه او لوی سازمانونه په یو شان زوروي.»

هغه زیاته کړه: «د رسنیو یوه لویه برخه د حکومت له هو سره هو وایي. هغوی خوښ وي چې ځان پخپله سانسور کړي او خبرونه داسې خپاره کړي چې حکومت یې غواړي. خو بل لورې ته، بیا هغه خبریالان چې د حکومت اجندا نه تعقیبوي بیا د بدناميو د ناسمو دوسیو له لارې تر فشار لاندې راوستل کیږي.»

هغه روښانه کړې ده چې د حکومت دغه فشار بیا د دې لامل کیږي چې ډیر خبریالان بیا پخپله ځان سانسور کړي.

په هندوستان کې بیا خبریالان د لومړي وزیر نریندرا مودي ټاکنیزې بریا اندیښمن کړي دي. هغوی ویره لري چې لومړی وزیر به تر خپلي بریا وروسته په دې هیواد کې پر رسنیو خپل کنترول لا پسې ډیر کړي.

واردراجن، روښانه کړه چې په هندوستان کې حکومت له امنیتي ادارو څخه د خبریالانو د ترفشار لاندې راوستلو په موخه کار اخلي او داسې قوانین جوړوي چې کیدای شي د ټولنیزو رسنیو د څار په موخه وکارول شي.

د بحث بل ویاند، پاکستاني خبریال شاهزیب جیلاني، هم وویل چې په هیواد کې یې له کلونو راهیسې د رسنیو آزادي تر برید لاندې ده. هغه زیاته کړه: «یوازې په تیرو دوو کلونو کې، پاکستان د یوې پراخیدونکي کودتا شاهد پاته شوی دی. که سړی د پاکستان رسني وڅیړي نو په ظاهر کې به یې ډیرې آزادې وموندي. خبریالان کولی شي چې پر سیاستوالو او لومړي وزیر نیوکې وکړي، خو د پوځ پر ضد څوک یوه کلمه هم نه شي ویلی.»

هغه زیاته کړه: «پوځ په ځانګړې توګه د یو شمیر چاینلونو کنترول په لاس کې اخیستی دی چې په غیر مستقیم ډول ترې استفاده کیږي.»

جیلاني د پښتون ژغورنې غورځنګ بیلګه ورکړه چې په خبره یې پاکستاني رسنۍ یې په اړه خبرونه نه ورکي.

مسقیم فشارونه

په داسې حال کې چې د بنګله دیش، هند او پاکستان په څیر هیوادونو کې چارواکي په غیر مستقیم ډول د رسنیو د کنترولولو هڅې کوي، په تایلند کې بیا له رسنیو سره د حکومت چلن تر دې روښانه دی. د بي بي سي د چینایي څانګې پخواي مشر رایموند پیتر لي، د بحث ګډوالو ته وویل: «حاکم کمونیست ګوند چینایي رسنۍ کنترولوي. له فایننشل ټایمز پرته، په چین کې ټولې بهرنۍ [خبري] انترنت پاڼې بندې دي.»

هغه زیاته کړه: «د چینايي رسنیو مالکان د حاکم ګوند غړي دي نو له دې کبله سړۍ د دې تمه نه شي لرۍ چې هغوی دې پر حکومت باندې نیوکې وکړي.»

که څه هم په هانکانګ کې وضعیت یو څه بل ډول دی خو لي روښانه کړه چې چین خپله اغیز د دې سیمې پر رسنیو هم غځولی دی: «په هانکانګ کې د رسنیو د ډلو مالکان د چین له اصلي خاورې سره تجارتي اړیکې لري.»

په تایلند کې بیا څوک پر شاهي کورنۍ باندې نیوکې نه شي کولی. تایلندي خبریال پراویت روجناپهاروک، وویل چې په دې برخه کې اروپايي ټولنه هم ځکه تر یوې کچې ګرمه ده چې نه غواړي پر تایلند باندې فشار ډیر کړي، ځکه د سوداګریزو اړیکو د شلیدو ویره لري.

د بحث بل ګډونوال، بنګله دیشي خبریال محفوظ انام، بیا د دې وضعیت د رامنځ ته کیدو یو څه پړه پر خپله خبریالانو باندې هم واچوله، ځکه په خبره یې رسنیو خپل لیدونکو او لوستونکي هیر کړي دي: «خبریالانو ځکه خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی چې خپل لیدونکي او لوستونکي یې هیر کړي دي. موږ اوس هغو کسانو ته چې موږ ته اعلانونه راکوي ډیر ارزښت ورکوو.»

هغه وویل چې د خبریالانو ناکامي، دیموکراسي ته یو ګواښ دی: «اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې موږ سره یو شو.«

شامل شمس