1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال بانک: له افغانستان سره د ۲۸۰ میلیونو ډالرو مرسته کیږي

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

نړیوال بانک د جمعې په ورځ وویل چې په روان ژمي کې د افغانستان له نیمايي څخه د ډیر نفوس له پاره د خوړو د شدید کمښت تر خبرداریو وروسته نړیوالو تمویلونکو افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي مرستې آزادې کړي دي.

https://p.dw.com/p/447jt
Symbolbild I World Food Program (WFP) in Afghanistan
د خوراک نړیوال پروګرام، افغانستان- د آرشیف انځورانځور: Mohammad Jan Aria/ Xinhua/picture alliance

نړیوال بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د بیا رغونې د صندوق یا (ARTF) څخه دغه پیسې به په اوسنیو حساسو شرایطو کې د افغانستان خلکو ته پر بشري مرستو مصرف شي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د یونسیف او د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې مصرف شي ځکه په خبره یې چې دغه دواړه سازمانونه اوسمهال په افغانستان کې حضور لري او د لوژیستیکي ظرفیت له اړخه هم امکانات په لاس کې لري.

د نړیوال بانک په خبره یاد دوه سازمانونه به د خپلو شته پروګرامونو په چوکاټ کې مالي تشې ډکې کړي او په مستقیمه توګه به افغانانو ته د خوړو او روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کړي.

له افغانستان سره دغه مرستې داسې مهال کیږي چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په وار وار سره په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی وو. ملګرو ملتونو ویلي وو چې د افغانستان د نفوس له نیمايي څخه ډیره برخه یعنې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان به په روان ژمي کې د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ شي چې له کبله یې میلیونونه افغانان د مهاجرت او قحطۍ ترمنځ انتخاب کوي.

په افغانستان کې روان وضعیت د اقلیمي بدلون په پایله کې د وچکالۍ  او همدا راز واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د مالي مرستو بندول په ګوته شوي، داسې یوه موضوع چې په بهرنیو مرستو متکي افغانستان یې له لا ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کړ. سربیره پر دې، امریکا متحده ایالاتو د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر مالي زیرمې هم کنګل کړي چې له کبله یې د افغانستان بانکي سیستم هم د فلج کیدو په درشل کې دی او تجارت هم ډیر زیانمن شوی دی.

ملګرو ملتونه په خپل یوه تازه رپوټ کې د افغانستان اوسنی وضعیت یو ستر «مالي ټکان» بللی وو. د دې ټولو ستونزو سربیره، په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک پیسو ته د افغانستان لاس رسی هم منع کړی وو.

په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له کبله، په پلازمینه کابل کې ګڼ شمیر خلکو د خپلو کورونو د وسایلو پلورلو ته مخه کړې تر څو خپلو کورنیو ته پرې خوراکي مواد واخلي او په روان ژمي کې خپل کورونه پرې ګرم وساتي.د نړیوال بانک د اعلامیې له مخې، د آزادو شویو پیسو له جملې به یونیسف ۱۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي څو افغانانو ته د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کړي او د خوړو نړیوال پروګرام به بیا ۱۸۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.