1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څيړنه: د وينې يو تيست د سرطان تر۵۰ زيات ډولونه موندلی شي

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

څيړونکو د وينې د يوې نوې معاينې د بريا په اړه رپوټ ورکړی چې له لارې یې د سرطان تر پنځوسو زيات ډولونه تشخیصيدلی شي او په بدن کې د تومور موقعيت هم معلومولی شي. دا تیست ځيني خطرناک تومورونه په لومړي پړاو کې پيژندلی شي

https://p.dw.com/p/3aG2j
Blut für eine Flüssigkeitsbiopsie
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Larma

په يوې نوې څيړني کې راغلي دي چې د وينې يوه معاينه به چې د سرطان تر پنځوسو زیات ډولونه پکې تشخيصيدلی شي، له ډاکترانو سره به مرسته وکړي چې د پخوا په پرتله ناروغان د دې ناروغتيا په لومړيو پړاونو کې تداوي کړي.

دا نوی ميتود د سرطان تر پنځوسو زيات ډولونو د معلومولو له پاره چې ځانګړي وژونکي ډولونه لکه د پاکرياس، د تخم دانونو، د مغز او د کولمو سرطانونه پکې شامل دي، له پاره وکارول شوي.

څيړونکي وايي چې دا آزموينه چې په وسيله یې آن د علايمو تر ظاهريدو د مخه د حجرو د سرطاني کيدو جريان معلومولی شي، د ځينو ډيرو خطرناکو تومورونو مخه به ونيولی شي چې زياتره وخت نه موندل کيږي يا پام نه ورګرځي.

دا آزموينه د مړو سرطاني حجرو په ډي اين ای يا ارثي موادو کې په بدلونو پسې لټه کوي چې د ناروغو انسجانو له منځه تلو له وجې وينې ته داخل شوي وي.

کارپوهانو د څيړنو په نتايجو کې ويلي دي چې دا پروسيجر د سرطان د پرمختللي پړاو د کشفولو له پاره مناسب وو، خو په دې مورد کې نور کار به د دې باعث شي چې سرطانونه به په لومړيو پړاونو کې تشخص شي.

دا تيست چې د امريکا په داناـ فابر سرطان انستيتوت او مایو کلينک کې اختراع شوی دی، د ميتايل په نوم ماليکيولونو پسې لټه کوي چې په روغو حجرو کې د چټکونو بدلونو سبب ګرځي او هغه سرطاني کوي. دا نوې معاينه د دودیزو میتودونو چې د ډي این ای د ماليکيولونو د نيوکليوفايد د دقيق تعين له لارې ترسره کيږي، بدله ده.

د څیړنې يو تن برخه وال د داناـ فابر انستيتوت څخه جيفري اوکسنارد وايي: «زموږ د څيړنو نتايجو ښوولی چې آزموينې ښايي يوه عملي لاره وي چې پر اساس یې په انسانانو کې د سرطان ډير ډولونه تشخيص کړل شي.»

د دې څيړنې په ترڅ کې له کابو۷۰۰۰ کسانو ګډونوال څخه نمونې اخيستل شوې وې. د ۹۶ فيصده آزموينو په نمونو کې هغه نسجونه په سمه توګه پيژندل شوي ول چې سرطان نيولي ول.

اوکسنارد وويل: «زموږ د څېړنو نتايجو ښوولي دهه چې په وينه کې د بې حجرو ډي اين ای د آزمويل کيدو دا چلن د سرطان د لا ډیرو ډولونو د مرض په هر پړاو کې د موندلو زمينه برابرولی شي. نوموړي زياته کړې: «دا آزموينه د سرطان په لومړيو پړاونو کې د تشخيصولو د کلينکي جريانونو يوه مهمه برخه ګرځيدلی شي.»

خو څيړونکي وايي چې په دې برخه کې لا نور کار ته هم اړتيا شته. د هغوی په وينا اوسمهال د تيستونو په ترڅ کې د دې احتمال ډير دی چې سرطانونو په لومړيو پړاونو کې ونه پيژندل شي او يا په دې اړه ناسم اطمنان ورکړي.