1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوې تکنالوژي د ټانګونو او توپونو ځای نيسي؟

۱۳۹۷ آبان ۱۱, جمعه

په ناروې کې د ناټو سږنی مانور تر سړې جګړې وروسته د شمالي انتلانتيک تړون تر ټولو ستر پوځي تمرينات بلل کيږي. خو آيا پر مخ تللې پوځي تکنالوژي کولای شي د ټانکونو او پخوانيو تجهيزاتو ځای ونيسي؟

https://p.dw.com/p/37ZX8
Deutschland Grafenwöhr US-Soldaten
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين لاپې وهلي چې هغه له ناټو سره په مقابله کې، د دغه تړون د دفاعي سیستم پر وړاندې د صوت له سرعت څخه چټک توغندي په اختيار کې لري. انځورونه ښيي چې پوتين په کالينينګراد کې چې د ناټو په ختيځه پوله کې موقعيت لري، د خپلو اټومي وسلو د ډيپو د ځواکمنولو په حال کې دی. له دې سربيره، له دغه هيواد څخه له وقفې پرته سايبري بريدونه ترسره کيږي چې ممکن په دې کار سره د لويديځ تسليحاتي سيستم له کاره ولويږي.

خو پوښتنه دا ده چې د سايبري جګړو په ډګر کې به، په پخوانيو وسلو د زړو جګړو سناروې او په زرونو سرتيري به څه کيږي؟

د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د «۲۰۱۸م کال د تريدنت جنکچر» پوځي مانور د پرانیستې پر مهال وويل چې دغه پوځي ائتلاف باید د هر څه له پاره تیار وي. هغه په دې اړه وويل: «کوم څه چې ناټو ورته اړتيا لري داسې يو [ځواک] دی چې وشي کړای د عادي او اتومي وسلو پر وړاندې د بشپړ ځواب ورکولو وړتيا ولري.»

خو په مقابل کې يې د اروپا شورا د بهرنيو اړيکو په برخه کې د امنيتي او دفاعي چارو شنونکې اولريکه فرانکه خبرداری ورکوي چې که سربيره پر دې چې باید پوځي لارې چارې دې لا ډيرې ځواکمنې شي، خو ترڅنګ يې اساسات بايد هم هیر نه کړل شي.

Jens Stoltenberg
د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د ناټو پوځيانو په منځ کېانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Kulbis

فرانکه وايي: «په واقعيت کې د اروپايي اتحاديې اکثره غړي هيوادونه د يوې سايبري جګړې له پاره آماده نه دي او ډيره نوې تکنالوژۍ شته چې په موثره توګه په کار نه دي لويدلې. دا مسئله يو څه ستونزې جوړونکې ده، ځکه یو ځل بيا هڅو او د لا ډيرو پيسو اړتيا ليدل کيږي. خو که ناټو وغواړي اوس خپلې ټولې عادي وسلې پر ځای پريږدي او يوازې يوازې په سايبر يا په بل عبارت اتوماتيکېو یا دې ته ورته تجهيزاتو باندې تمرکز وکړي، زه فکر کوم چې په دې صورت کې به هم له نيوکو سره مخامخ شي. موږ اړتيا لرو تر څو هر کار ترسره کړو.»

ډګروال آروي ژور، د ويرجنیا ایالت په نورفولک کې د ناټو د «ګډې قومندانۍ» په مرکز کې کار کوي. هغه وايي چې دوي هڅه کوي د نوې تکنالوژۍ په مرسته د سرتيرو ملاتړ وکړي، نه دا چې دغه تکنالوژي د پخوانيو وسلو پر ځای انتخاب کړي.

ژور د قومندانۍ يو مرکز تر څنګ ولاړ دی چيرته چې په لسونو سينسورونه ښيي چې آیا د دې اړتيا شته چې سرتيري او بې پيلوټه الوتکې دې د «دښمن» پر وړاندې مقابله له پاره د ناروې د واورو ډکو غرونو ته وليږدول شي او که نه؟

ژور وايي: «دغه ابزار کولای شي پوځي عمليات لا موثره کړ. د دغو ابزارو سره د هغو سرتیرو شمير کميږي چې د يوه پوځي عملياتو له پاره يې اړتیا وي او تاسو هم کولای شي هغه ستونزې کمې کړې چې پوځې ځواکونه ورسره مخ کيږي. کله چې تاسو د لوژستيک په برخه کې لږو ځواکونو ته اړتيا لرئ، کولای شئ ځواکونه جنګي برخو ته واستوئ.»

Litauen NATO-Kampfjets
ناټو وايي دغه ابزار کولای شي پوځي عمليات لا موثره کړ.انځور: picture-alliance/AP Images/M. Kulbis

«رنا» هغه پوځې اډه ده چې په هغې کې آلماني، بلجيمي، هالندي، فرانسوي او لاتویايي ځواکونه په ګډه حضور لري. په دغې اډه کې ډګروال هيګل لمرشميت روزنيزې وړتياوې تر نظر لاندې لري او د دې ارزونه کوي چې ټانګونه او نور تجهيزات څه ډول کولای شي د اوبو له لارې هاخوا واوړي. لمر شميت وايي چې د دغو تجهيزاتو ځيني يې د سړې جګړې د وخت دي خو زیاتوي چې اوس هم د استفادې وړ دي.

په ناروې کې  ددغو هڅو ډير هرکلی وشو. دغه هيواد له روسيې سره شاوخوا ۲۰۰ کيلومتره ځمکنی ګډ سرحد لري. د دې ترڅنګ دواړه هیوادونه د «بارنتس سيند» او د «شمالي قطب په آرام سمندر» کې د اوبو ګډه پوله هم لري.  

د دې ټولو تر څنګ نارويژی افسر ډګروال آيستاين کواروينګ وايي چې د هيواد اړيکې يې د پوځ په کچه له روسيې سره ډيرې ښې دي. هغه يادونه وکړه چې اسلو روسيې ته د کريما ټاپو د الحاق څخه يو کال دمخه، وړانديز کړی وو تر څو د پوځي تمريناتو کوربه وي.

ناروې چې نفوس يې ګډوډ پروت او نسبتا لرې پروت هيواد دي، اوس هم داسې احساس کوي چې د ناټو د نورو متحدانو په پرتله ډير زيان منونکی دی. ډګروال کواروينګ وايي چې د ۲۵۰ الوتکو، ۶۵ کښتيو او شاوخوا ۱۰ زره درنو او سپکو نقليه وسايلو مديريت کول ورته ستونزمن دی.

Estland - US Truppen bei Militärübung in Tapa
په ناروې کې دا د ناتو تړون تر ټولو ستر پوځي تمرينات بلل کيږيانځور: Getty Images/S. Gallup

ډګروال کواروینګ وايي: «موږ ډاډمن يوو. زه فکر کوم چې موږ په پوځ کې د نوروهيوادونو د خلکو په پرتله ډير تر پاملرنې لاندې يوو او دا ډير ښه ده. همدا ډول د امريکا متحده ايالتونو په څير د متحدانو لرل چې تجهيزات يې په ناروې کې ځای پرځای کړي، هم ښه دی.»

یوازې د ناروي پوځ داسې نظر نه لري، بلکي د حکومت رسنيز مرکز چې د ټولنيز پوهاوي مسئوليت لري هم وايي چې د ناټو په هکله د ناروې د خلکو نظر تر ډيره مثبت دی.

 په ناروې کې د ناټو د حضور يو ملاتړ کوونکی اینګویل وايدر وايي: «موږ ویره نه لرو چې جګړه وشي. جګړه نه کيږي، خو ډير څه اوس په نړۍ کې رامنځته کيږي چې موږ پرې نه پوهيږو. زموږ له پاره ناتو مهمه ده.»

د ناټو او روسيې د پوځي ځواک مقایسه؛ له آرشيف څخه په یو انځوريز البوم کې: