1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی ډيلی: په کشمير کې به ټيلفوني خدمات بيرته فعال شي

۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبه

د هندوستان حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کشمیر کې به د ګرځنده ټيلفونو اکثره شبکې بيرته فعاله شي. له هغه وخت راهيسې چې هندوستان د کشمير د نيمه خپلواکۍ حيثيت لغوه کړ، په کشمير کې د ټيلفوني شبکو فعاليتونه درول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3RB4Q
Indien Protest von Journalisten in Kaschmir
انځور: AFP/T. Mustafa

له سرينګر څخه د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، د هندوستان د حکومت وياند روهيت کنسال ويلي دي چې دغه تصميم په هيماليې سيمه کې د پيښو تر ارزونې وروسته نيول شوی دی.

کنسال چې په دې اړه ېې په يو خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وويل: «د تيلي کام خدماتي شبکې پرته، د ګرځنده ټيلفونونو ټولې هغه شبکې چې له مخکې يې لګښتونه پرې کړي، د دوشنبې ورځ له غرمې څخه به بيرته فعالې او په کار به پيل وکړي.»

د رپوټونو په حواله، په کشمير کې د ټيلفوني خدماتو نه شتون خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. په دغې سيمه کې د ګرځنده تيلفونونو او د انترنيت خدمات وروسته له هغې بند شول چې د لومړي وزير نريندرا مودي په مشرۍ د نوي ډهلي حکومت، د روان کال د اګست مياشتې په ۵مه، د کشمیر نيمه خپلواک حيثيت لغوه کړ. هندوستان د دغه اقدام لامل امنيتي مسائيلو پورې تړي.

ash/tw/rbu/mks/aa