1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی ډهلی ـ فابريکه کي اولګېدنې ۴۳ انسانان وژلي دي

۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبه

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کي په يوه فابريکه کي د لويې اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۴۳ انسانان وژل سوي دي. لږ تر لږه ۱۵ نور کسان روغتونونو ته وړل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3UPDW
Indien Neu Delhi Feuer Großbrand
انځور: Reuters/A. Abidi

د ډهلي پوليسو ويلي چي د اورلګېدنې د قربانيانو شمېر ښايي نور هم زيات سي. د اطفايې په وينا »لږ تر لږه ۵۰ انسانان« يې له اور څخه ژغورلي دي. دا معلومات د سونيل چوهدري په نوم د اطفايې يا اور وژلو د ادارې مرستيال چارواکي د فرانس پرېس خبري آژانس ته ورکړي دي. اور د يکشنبې (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۸مه) په سهار وختي په يوه داسي سيمه کي لګېدلی ؤ چيري چي په لږه ساحه کي زيات انسانان ژوند کوي.

چوهدري زياته کړې چي د اور اکثره قربانيان هغه کارګر دي چي په دغه څلور يا پنځه منزله ودانۍ کي بيده ول. د پوليسو په وينا اکثره قربانيان د خوب په حالت کي د دود د تنفس کولو له کبله مړه سوي دي. زياته سوې چي ژوبل سوي کسان په جدي توګه ژوبل سوي دي او ژوندونونو ته يې ګواښ پېښ دی. دا چي د اور لګېدنې لامل څه شی ؤ لا تر اوسه نه ده څرګنده سوې.

د آني خبري آژانس د خبر له مخي د اور وژني له پاره شاوخوا ۳۰ د اور وژنې موټر په کار بوخت ول. د ژغورونکې عملې د وينا له مخي اور اوس وژل سوی دی خو د ژغورنې کارونه لا ادامه لري. د پوليسو په وينا په دغه فابريکه کي خلطې، بوتلونه او د لوبو سامان توليد کېدی.

د اور وژونکې عملې په وينا د صدر بازار په سيمه کي واقع دغې فابريکې په ودانۍ کي خورا تاريکه وه او له دې کبله پکښي د اور وژنې او په همدې شان ژغورنې کارونه د زياتو ستونزو سره مل ول. د دغې سيمي په تنګو کوڅو کي زياتي وړې فابريکې سته چيري چي له يو ځای څخه بل ځای ته کوچ کوونکي کاريګر او مزدوران هم شپې تېروي.لومړي وزير غمشريکي کړې

د هند لومړي وزير نريندرا مودي د دغې پيښي په هکله خفګان ښودلی او د قربانيانو د کورنيو سره يې غمشريکي کړې ده. نوموړي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چي دغه يوه »ډېره حيرانوونکې« او غمجنه پېښه ده.

په هند کي زيات وختونه په فابريکو کي د اورلګېدنې پيښي رامنځ ته کيږي. دا له دې کبله چي احتياطي تدابير په پام کي نه نيول کيږي. د بېلګي په توګه د اور وژنې آلات او د اورلګېدنې په صورت کي د انسانانو له پاره له ودانۍ څخه د تېښتي د اضطراري لارو نشتون او داسي نور لاملونه د دې سبب کيږي چي په دغو اورلګېدونو کي د قربانيانو شمېر هم ډېر زيات وي.

د سپتمبر په مياشت کي هم د يو شمېر چاودنو په ترڅ کي د کيميا په يوه فابريکه کي په لسهاؤ انسانان وژل سوي او ګڼ شمېر نور ژوبل سوي ول. دغه پېښه د هند په لوېديځ کي رامنځ ته سوې وه.

 

Indien Großbrand Neu Delhi
د احتياطي تدابيرو نه پام کي نيول هم د زياتو مړينو سبب ګرځيانځور: Reuters