نوی زيلاند: د اور غورځوونکي غره فعاليدو مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبهد نوي زيلاند لومړۍ وزیرې جانسدا اردرن تائيد کړې چې په يوه ساحلي ټاپو کې د اور غورځوونکي غره د فعاليدو له کبله پنځه تنه مړه شوي او ډير شمیر کسان ورک شوي دي. د دغه اورغوځوونې پر مهال تر ۲۰ کسانو پورې آسترليايي وګړي په دې ټاپو کي وو.
دغه پيښه په داسې وخت کې رامنځ ته شوه چې د سیلانیانو يوې بیړۍ د دغه ټاپو څخه چې انسانان پکې ژوند نه کوي، ليدنه کوله.د دغې اورغورځوونې په پايله کې د ايرو يوه پرده چې پنډوالې يې لس زره فوټه کيږې د وايت يا سپين ټاپو پر سر غوړېدلې ده.
د نوي زيلاند لومړۍ وزيرې تائيد کړې چې ځيني کسان چې د دې اورغورځوونې له کبله په ټاپو کي بند پاتې دي، بهرنیان دي. جانسدا اردرن وويل: «موږ پوهيږو چې د اورغورځوونکي د فعاليدو پر مهال ډير شمير سیلانيان په دغه ټاپو يا په خوا او شا کې وو. په دوی کې هم د نوي زيلاند اوسیدونکي او هم بهرني سیلانیان شامل دي. آسترلیايي رسنیو رپوټ ورکړې چې د دغې پيښې په وخت کي ۲۴ تنه آسترليايي وگړي په ټاپو کي وو.
د سيلانيانو بیړۍ
په لومړی سر کې ویل شوي، چې اور غورځوونې پر مهال تر ۱۰۰ کسانو پورې په ټاپو او يا يې په خوا او شا کې وو.
خو پولیسو په يوه اعلاميه کي ويلي چې فکر کوي دغه شمیر له پنځوسو څخه کم وي. په آوکلند کي ميشت خبریال کاريسا پارامیتا دويچه ویله ته وويل: « له دغه ټاپو څخه ۲۳ کسان ژغورل شوي او يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړې. په ډير احتمال سره ۲۷ تنه نور په وايت ټاپو کي بند پاتې دي.»
دغه خبريال وویل چې ډيرې ژغورل شوي کسان سوځيدلي دي او ټپونه لري. خلک په دي باور دي چې د دغه ټاپو ډيرې سیل کونکي چې نن يې له دغه ټاپو څخه ليدنه کوله د يوې سيلانۍ بیړۍ سفر کونکي وو.د دغه بیړۍ کپتان دا تائيد کړي چې د دې کښتۍ يو ډله مسافرين او د بيړۍ يو تن کارکونکې د اور شيندنې پر مهال په دغه ټاپو کې وو.
زموږ له آرشيف څخه: