1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان خپله د ملي ورځې اويايمه کليزه ولمانځله

۱۳۹۷ بهمن ۶, شنبه

هند نن شبنه (د جنورۍ ۲۶مه) خپله د ملي ورځې اويايمې کليزه په پلازمينه نوي ډيلي کې ولمانځله. په دې وياړ جوړ شوي شانداره رسم ګذشت کې د هند د ولسمشر او صدراعظم تر څنګ د سويلي افريقا ولسمشر سريل راماپوسا هم ګډون درلود.

https://p.dw.com/p/3CErm
Indien Tag der Republik
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

د جنوري ۲۶مه د هندوستان د ملي ورځې سره برابره ده. نن په پلازمينه نوي ډيلي کې په همدې اړه ستر پوځي پريډ يا رسم ګذشت تر سره شو چې په کې د هندوستان د ولسمشر رام ناته کويند او صدراعظم نريندرا مودي تر څنګ د سويلي افريقا ولسمشر سريل راماپوسا هم د ميلمه په توګه حضور درلود.

د هندوستان د ملي ورځې د اويايمې کليزې په مناسبت ترسره شوي پريډ کې د دغه هيواد پوځي طاقت او په مختلفو ډولونو او رنګونو د دغه هيواد کلتوري وړتياوې ښکاره کړل شوې. د هندوستان د ملي ورځې د رسم ګذشت اصلي هدف د هندوستان له اساسي قانون څخه درناوی وو.

هندوستان په  ۱۹۴۷ کال کې له بريتانيا څخه خپله خپلواکي ترلاسه او د ۱۹۵۰م کال د جنورۍ په ۲۶مه يې اساسي قانون اجرايي شو.

د شنبې ورځې په رسم ګذشت کې د هندوستان د آزادۍ اتل او د سولې د سيمبول، مهاتما ګاندي پر ژوند او کړنلارو باندې تمرکز وو. په همدې وياړ په پريډ کې د مهاتما ګاندي مختلفې جوړې شوې تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوې.

Indien Tag der Republik
زغروال ټانګونه د رسم ګذشت پر مهالانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

هندوستان دغه راز سږکال د خپل فقيد رهبر مهاتما ګاندهي د زيږيدو له ۱۵۰مه کليزې څخه هم لمانځنه کوي، چا چې د سويلي افريقا له هيواد سره ځانګړې اړيکې لرلې.

 ګاندهي ۲۱ کاله په سويلي افريقا کې ژوند وکړ او دا هغه وخت وو چې ګاندهي په کې د تاوتريخوالي پرته (عدم تشدد) د سياسي مقاومت ايديالوژي درک کړه.

په نوي ډيلي کې ترسره شوی نننی رسم ګذشت ډير پراخ او له ګڼې ګوڼې ډک وو.

په دغه شانداره رسم ګذشت کې د هندوستان د پوځي طاقت تر څنګ د رنګونو، ګډاوو، جمناستکي حرکاتو او لامبو نمايشونو په ترسره کولو، د هندوستان بېلابېل کلتورونه هم وښودل شول.

Indien Tag der Republik
په رسم ګذشت کې د ګډا نمايش يوه برخهانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Anand

د رسم ګذشت په پوځي برخه کې بيا د پوځيانو مارش، د پوځي باجه خانې غږول، زغروال ټانګونه، توغندي، ډول ډول پوځي تجهيزات او پر اوښانو سواره مليشو ته ځای ورکړل شوی وو.

په دغه رسم ګذشت يا پريډ کې د ښځو توانمندي او غښتلتيا هم په نظر کې نيول شوې وه. د رسم ګذشت پر مهال د هندوستان داسې پوځي قطعات هم د لوژ له مخې تير شول چې مشري يې ښځينه افسرانې کوي. د هندوستان د ملي ورځې د اويايمې کليزې دغه ستر رسم ګذشت په ټيټه ارتفاع کې د هند د هوايي ځواکونو په الوتنو سره پای ته ورسيد.

د دغه رسم ګذشت د امنيت او د هر ډول تروريستي بريدونو د مخنيوي په موخه، په نوي ډيلي او د هندوستان په مختلفو مهمو ځايونو کې د پوليسو او پوځ په زرونو ځواکونه په دندو ګمارل شوي ول.