1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شریف: هند د کشمیر پر سر خبرو کې خنډ جوړوي

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

پاکستاني لومړي نواز شریف، د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې وویل چې هندوستان د سولې خبرو لپاره «نه قبلیدونکي شرطونه» وړاندې کوي. نوازشریف وویل چې نړیوالې ټولنې د کشمیر ستونزه له نظره غورځولې ده.

https://p.dw.com/p/1K6Vx
USA UN Generalversammlung Nawaz Sharif
انځور: Reuters/C. Allegri

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د خبرو په ترڅ کې شریف همدا راز وویل چې پاکستان د هندوستان لخوا په بې سابقه ډول د وسلو جوړولو مسله له پامه نه شي غورځولی او وايی چې په دې هکله د تفاوت د له منځه وړولو لپاره پاکستان به هم ټول اړین تدابیر ونیسي. دغه دواړه هیوادونه اټومي وسلې هم لري.

شریف وویل چې پاکستان له هندوستان سره سوله غواړي او دې هیواد ته یې څو وارې د خبرو وړاندیز هم کړی دی. هغه زیاته کړه: «په دې هکله هندوستان نه قبلیدونکي شرایط وړاندې کړي دي. خبرې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.»

د هغه په وینا خبرې د کشمیر او نورو ستونزو د حل او همدا راز د اړیکو د لا ترینګلتیا د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

د خپلو خبرو په ترڅ کې نوازشریف د یو کشمیري ځوان، برهان واني وژنې ته هم اشاره وکړه چې د هندوستان د ځواکونو لخوا د روان کال په پیل کې ووژل شو چې په سیمه کې د هندوستان خلاف د سترو لاریونو د رامنځ ته کیدو سبب شو. له ۸۰ څخه ډیر کسان ووژل شول او سلګونه نور بیا ټپیان شوي وو. هندوستان، واني د یو ترهګر او د حزب المجاهدین ترهګرې ډلې د غړي په توګه پیژني.

هندوستان له تبصرې ډډه کړې

اینم ګمبیر، ملګرو ملتونو ته د هندوستان استازې په کلکه د نوازشریف د خبرو په هکله غبرګون وښود: «نن موږ د بشري حقونو په هکله خبرې واوريدې، او هغه هم د داسې هیواد څخه چې نړیوالو ته د ترهګرو د مرکز په توګه پیژندل شوی دی او دا خبرې د ځان ښودنه ده.»

هغې همدا راز په وروستیو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر چې د پاکستان پولې ته څیرمه پورت دې د اوري پر پوځي اډې برید ته اشاره وکړه. هغې وویل چې «د یکشنبې د برید دغه پیښه چې په کې د ګاونډي هیواد لخوا روزل شوي او په وسلو سمبالو ترهګرو برخه واخیسته، د دې هیواد لخوا د لیږل شوو ترهګرو لړۍ ده». هغې همدا راز پاکستان د یو «ترهګر، د ترهګرو ډلو تمویلونکي، ملاتړي او روزونکي هیواد» په توګه یاد کړ.

د هندوستان پر ممبي ښار باندې په ۲۰۰۸م کال کې تر ترهګریز برید وروسته چې له ۱۶۰ څخه ډیر کسان په کې ووژل شول، د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرې په ټپه دریدلي دي.

ویل کیدل چې په دغه پیښه کې برید کوونکي په پاکستان کې د یوې ترهګرې ډلې لخوا هندوستان ته لیږل شوي وو. د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې خبرې څو ځله ځنډیدلي دي. هندوستان د ممبي برید په هکله له پاکستان څخه د دې برید د پلان کوونکي په هکله معلومات غوښتل خو پاکستان بیا ویل چې د کمشیر مسله باید لومړی حل شي.

د روان کال په پیل کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره هیلي هغه وخت راپیدا شوې چې د هندوستان لومړي وزیر نریدنرا مودی، د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف د زیږدني د ورځې په مراسمو کې چې په لاهور کې ترسره شوي وو، په ناڅاپه توګه ګډون وکړ. خو په اوري کې تر وروستي برید او په هند کې د روان کال په پیل کې پر یو بل پوځي کمپ تر بریدونو وروسته د خبرو اترو لړۍ یو ځل بیا له خڼد سره مخ شوې ده.

پاکستان په ۱۹۴۷م کالې کې له هندوستان څخه جلا شو. هغه وخت کشمیر، چې یو شاهي نظام یې لره، د نوي ډهلي له حکومت سره یوځای شو او د هندوستان په اساسي قانون کې ورته ځانګړی ځای ورکړل شو. د همالیا په دې دره کې د خپلواکۍ غوښتونکي مشران د خپلواکۍ اخیستلو په لټه کې دي، خو هندوستان او پاکستان دواړه هیوادونه د دغې سیمې د ملکیت دعوا کوي.