نواز شريف په ۷ کاله بند محکوم شوی
۱۳۹۷ دی ۳, دوشنبهمحمد نواز شريف چې درې واري د پاکستان لومړی وزير وو، پر هغه لگول شوي ټول تورونه رد کړي دي او ادعا یې کړې ده چې د هيواد د ځواکمنې امنيتې ادارې له خوا هدف گرځول شوی دی.
نوموړي ته د اوو کلونو بند سزا په منځني ختيځ کې د العزيزيه په نوم فولادو د کارخانې په تړاو د فساد له کبله ورکړل شوې ده.
د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۲۴ نيټه) د احتساب محکمې تر پريکړې وروسته هغه سملاسي هم هلته ونيول شو. د محکمې په حواله د شريف وکيلانو دا ثابته نه کړای شوه چې هغه په سعودي عربستان کې د العزيزيه فولادو شرکت جوړولو له پاره سرمايه له کومه کړې وه.
ويل شوي دي چې نواز شریف په دې قضيه کې جريمه شوی هم دی. خو رسنيو د جريمې اندازه نه ده ښوولې. د نواز شريف د کورنۍ په خبره پر نوموړي ټول تورونه بې بنسټه دي او دا ټوله يوه «سياسي دسيسه» ده.
د العزيزيه فولادو شرکت په هکله د نواز شريف د کورنۍ دريځ دا دی چې دغه شرکت د پخواني لومړي وزیر نواز شريف پلار محمد شريف په ۲۰۰۱م کال کې په سعودي عربستان کې جوړ کړی وو.
د فولادو د فابريکې چارې د نواز شريف زوی حسين شريف پر مخ وړلې. د نواز شريف په حواله ده هيڅکله هم د دې فابريکې د ملکيت دعوا نه ده کړې. خو د دې قضيې په اړه د گډې پلټونکې ډلې (جی آيي ټي) په حواله نواز شريف د العزيزيه خاوند دی.
د احتساب محکمې تر پريکړې دمخه د پاکستان مسلم ليگ «ن» ډلې مشر احسن اقبال وويل چې نواز شريف ته به جزا ورکول يوه لويه بدبختي وي.
نواز شريف ته په لندن کې ډيرو عصري اپارتمانونو د رانيولو له کبله د روان کال په جولای مياشت کې د لسو کالونو بند سزا ورکړل شوې وه، خو نوموړي د دې پريکړې پر ضد محکمې ته تر مراجعې وروسته په سپتمبر مياشت کې په ضمانت آزاد کړل شوی وو.
د نواز شريف د بند سزا تر اعلان سملاسي وروسته د پاکستان له بيلا بيلو ښارونو څخه د زور زياتې د پيښو خبرونه هم ورکړل شوي دي. د محکمې د ودانۍ دباندې د مظاهره کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی دی.