ننګرهار: په پرله پسې چاودنو کې یولس تنه وژل شوي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۹, شنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، د جمعې او شنبې تر منځ شپه کې(د می میاشتې ۱۸) د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د کرکیټ د لوبې په جریان کې څو پرله پسې چاودنې وشوې. د ننګرهار ولایتي ویاند عطاء الله خوګیاني ویلي دي چې د دغو چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې د دغو چاودنې د رامنځته کیدو دقیق علت نه دی معلوم.