ننګرهار: په موټر بم چاودنه کي لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي
۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبهد ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه وله ته وویل، د موټربم تر څنګ یو شمېر وسله وال هم وو او غوښتل یې، چې په یادې ولسوالۍ کې ترهګریز بریدونه وکړي؛ خو ټول د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه تللی دي.
نوموړی وايي، د دغه برید د تلفاتو په شمېر کې تغییر راتلونکی دی.
خوږیاڼی وايي، په وژل شویو کسانو کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکیان شامل دي او دغه راز په ژوبلو کې هم ډېر ملکي وګړي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل دویچه ویله ته وویل، د غني خېلو ولسوالۍ د پېښې ټول ۱۵ جسدونه او ۳۲ ژوبل کسان جلال اباد حوزوي او غني خېلو کلنیک ته وړل شوي دي.
دی وايي، په ټپیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواي دویچه ویله ته وویل، د نن ورځې موټربم برید د یوه مازدا ډوله موټر په وسیله تر سره شوی، چې د ملي امنیت د یوه سرباز په ګډون پکې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپي سوي دي.
عبیدالله شینواری وايي، دغې زورورې چاودنې د ولسوالۍ مقام په ګډون شاوخوا ودانۍ هم تخریب کړي دي.
نوموړی وايي، د برید هدف د غني خېلو ولسوالۍ مقام و؛ خو قربانیان یې اکثره ولسي وګړي دي.
عبیدالله شینواری وايي، د تلفاتو دغه تعداد وروستی نه دی او ممکن تغییرات پکې راشي.
د سیمې یوه اوسېدونکي حبیب الدین المان غږ ته وویل، له موټربم برید وروسته ګڼ شمېر ټپيان او جسدونه ځايي روغتون ته یوړل شول.
د پېښې یوه عیني شاهد او سرباز شهزاده دویچه وله ته وویل، د غني خېلو ولسوالۍ په مقام کې و، چې د دولسو بجو په شاوخوا کې د لومړي قرول سره لویه چاودنه وشوه.
ده وویل، د ولسوالۍ مخې ته یې ګڼ جسدونه او په وینو لژند ټپيان ولیدل، چې ډېر یې ماشومان او ملکي وګړي دي.
په دغه چاودنې کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبڅار بسم الله جان شینواري د کورنۍ د اوو غړیو د وژل کېدو خبر هم لاس په لاس کېږي؛ خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د ننګرهار ولایت په خېوې ولسوالۍ کې د تېرې روژې میاشتې تر ځانمرګي برید وروسته دا دویم لوی برید ګڼل کېږي، چې قربانیان یې اکثر ملکي وګړي دي.
Omid Deedar