شخړي
ننګرهار: يوه وسله وال په مسجد کې دننه پنځه تنه وژلي
۱۳۹۷ مرداد ۱, دوشنبهاعلان
د ننګرهار ولایت ویاندي عطاالله خوږیاڼي، ویلي دي چې په دې پیښه کې د مسجد د ملا په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي هم دي. پیښه د یکشنبې په ماښام ناوخته په سرخ رود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
لا تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو په ننګرهار ولایت کې هم طالبان او هم داعش ترهګره ډله فعالیت لري.
تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ په کابل کې هوايي ډګر ته نزدې د داعش ډلي په یوه ځانمرګي برید کې ۱۴ کسان ووژل شول. ښايي د برید هدف د افغانستان د ملي یووالي حکومت لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وو چې تر څه باندې یوه کال وروسته بیرته خپل هیواد ته ستون شو. دوستم ته په برید کې زیان و نه رسید خو چاودنې ۵۰ نور کسان ټپیان کړي دي.