نني ماشومان خو د راتلونکي احتمالي پاچهان وپېژنئ
په ۲۱مه پېړۍ کي لا هم په زياتو هيوادونو کي پاچاهۍ نظامونه سته او د شاهي کورنۍ زیات مراعت کيږي. دلته د شاهي کورنیو هغه غړي وپېژنئ چي ښايي په راتلونکي کي پاچهان او يا د کابینې غړي وي.
شهزاده جارج (بريتانيا)
د بريتانيې د شهزاده جارج انځورونه په نړيوالو رسنيو کي زيات خپاره سوي دي. دغه شهزاده د ۲۰۱۳ کال د جولای مياشتي په ۲۲مه نېټه پيدا سوی دی. هغه د شهزاده چارلس لمسی او د شهزاده ويليم زوی دی. نوموړی د بريتانيې د تاج د وليعهدانو په قطار کي د خپل نيکه او پلار وروسته پر دريم مقام کې دی.
شهزادګۍ شارلټ (بريتانيه)
شهزادګۍ شارلټ د شهزاده ويليم دويم ماشوم دی. شارلټ له خپل وروره څخه دوه کاله کشره ده او د بريتانيې د تاج د وليعهدانو په قطار کي د خپل ورور جارج وروسته او په دې توګه په څلورم نمبر ده.
شهزاده جيګامې ناماګيل وانګاچُک (بوتان)
د شهزاده جيګامي ناماګيل وانگاچُک په نوم په بوتان کي ۱۰۸ زره ونې لګول سوي دي. نوموړی د ۲۰۱۶ کال د اپريل په ۱۶مه نېټه پيدا سوی او د بوتان د پاچا جج خيسر نامګيل وانګاچُک لومړی اولاد دی.
شهزاده هيساهيټو (جاپان)
د جاپان دغه شهزاده د ۲۰۰۶ کال د سپتمبر په ۶مه نېټه زېږېدلی دی. هغه د پاچاهۍ د وارثانو په قطار کي په دريم کتار کې ځای لري. په دغه انځور کي یو ماشوم هيساهيټو چي د سوی سره لوبي کوي، انځور سوی دی.
شهزادګۍ ليونور (هسپانيه)
شهزادګۍ ليونور (انځور کي ښه اړخ ته) او د هغې خور شهزادګۍ صوفيه (انځور کي کين اړخ ته) د هسپانيې د پاچا شپږم فيليپ لوڼي دي. هغوی د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه زېږېدلي دي. شهزادګۍ ليونور به د پلار وروسته تخت سمبالوي.
شهزادګۍ کېترين اماليا (هالنډ)
شهزادګۍ کېتري اماليا د ۲۰۰۳ کال د دسمبر په ۷مه نېټه زېږېدلې ده. هغه د هالنډ هيواد د سلطنت د تخت وارثه ده. د هغې پلار ويليم الېکزانډر د ۲۰۱۳ کال د اپريل له ۳۰مې نېټي راهيسي د هالنډ پاچا دی.
شهزادګۍ اليزابېت (بلجيم)
په بلجيم کي هم پاچاهي نظام دی او فيليپ پاچا دی. د هغه وروسته د تخت وارثه د نوموړي لور ايليزابېت ده. دغه شهزادګۍ د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۲۵مه نېټه زېږېدلې ده.
شهزادګۍ ايميليا (لکسمبورگ)
شهزادګۍ ايميليا د لکسمبورگ د پاچا فيليکس تر تولو مشر اولاد دی. هغه د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۵مه زېږېدلې ده او د پلار د پاچهۍ وارثه ده.
شهزادګۍ اينګريد اليکزاندرا (ناروې)
شهزادګۍ اينګريد اليکزاندرا د ۲۰۰۴ کال د جون په ۲۱مه نېټه زېږېدلې ده. هغه د وليعهد هاکون په اولادونو کي تر ټولو مشره او د خپل نیکه پاچا هېرالډ پنځم د تخت په وارثينو کي پر پنځم نمبر ده.
شهزاده کرستيان (دنمارک)
د دنمارک د وليعهدې فريديک څلور اولادونه دي چي پکښي کرستيان تر ټولو مشر دی. هغه د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په ۱۵مه نېټه زېږېدلی دی. کرستيان د خپلې انا او موجوده ملکې د تخت د وارثانو په کتار کي پر دريم مقام دی.
شهزاده حسن بن محمد (مراکش)
شهزاده مولای حسن بن محمد د ۲۰۰۳ کال د می مياشي په ۸مه نېټه زېږېدلی دی. هغه له ۲۰۱۵ کال راهيسي د خپل پلار او پاچا محمد شپږم سره په عام محضر کي راڅرګندېدل پېل کړل. هغه د خپل پلار د تخت وارث دی.