نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۶۵م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس په اساسي قانون کې هغه بدلون ومانه چې موخه ئې د غلامې بندول وو.
د ۱۸۸۴م کال پر نن ورځ روسانو له افغانستان څخه مرو ونیوله.
د ۱۸۹۱م کال پر همدغه ورځ په چلي کې کورنۍ جگړه پیل شوه.
د ۱۹۴۳م کال پر همدې ورځ آلماني ځواکونه په دوهمه نړیواله جگړه کې په لیننگراد کې تسلیم شول.
د ۱۹۵۰م کال د جنورې د میاشتې په ۳۱مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، هري ترومن اعلان وکړ چې د هایدروجن بم د پراخولو امر ئې ورکړی.
د ۱۹۹۰م کال پر نن ورځ په مسکو کې میکدونالد پرانیستل شو.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر، جارج بوش د ملگرو ملتونو د امنیت شوری څخه د لیبیا پر ضد د بندیزونو لگولو غوښتنه وکړه.
د ۱۹۹۶م کال د جنوري د میاشتې په ۳۱مه نیټه د سري لنکا په ۱۲ کلنه کورنۍ جگړه کې د تامل پړانگانو له خوا خونړۍ برید تر سره شو. په یوه موټر کې چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو د مرکزي بانک مخې ته وچول شو چې په ترڅ کې ئې ۸۸ تنه ووژل شول او تر ۱۴۰۰ زیات ټپیان شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل