نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۸, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۴۷م کال پر همدې ورځ د انگلستان پاچا، هینري اتم، ومړ او د هغه نهه کلن زوي، ایډوارډ شپږم، د هغه ځای ناستې شو.
د ۱۸۴۶ م کال پر نن ورځ د ایسټ انډیا د کمپنی ځواکونو د هندوستان په علیوال کې سکانو ته ماتې ورکړه.
د ۱۸۷۱م کال پر همدغه ورځ د، فرانکو – پروسیا، په جگړه کې فرانسه تسلیم شوه.
د ۱۹۰۹م کال د جنورې د میاشتې په ۲۸مه په کیوبا د امریکا کنترول پاې ته ورسید.
د ۱۹۳۲م کال پر همدې ورځ جاپاني ځواکونو په چین کې شنگهایي تر ولکې لاندې راوسته.
د ۱۹۴۹م کال پر نن ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شوری په انډونیزیا کې د ډزبندې مسوده ومنله.
د ۱۹۹۰م کال پر همدغه ورځ په اذربایجان کې ورځنې ژوند وروستې تر هغې خپل عادي حالت ته راغی چې د آرمینیا او اذربایجان بیلتون غوښتونکي د سرحدو سیمو څخه ووتل.
د ۱۹۹۴م کال پر نن ورځ په بوسنیا کې د هوان یوې مرمې دری تنه ایټالوي ژورنالیستان ووژل.
د ۱۹۹۸م کال د جنورې د میاشتې په ۲۸مه نیټه په هندوستان کې د محکمې یوه قاضي د دغه هیواد د ترور شوي صدراعظم، راجیو گاندهي، د ترور په تور ۲۶ تنو ته چې د سري لنکا د تامل پړانگانو سره ئې تړاو درلود د مرگ په سزا محکوم کړل.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش