نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۴, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۹۸م کال پر همدې ورځ په آیرلند کې شورش پیل شو.
د ۱۹۲۴م کال پر نن ورځ د، پیتروګارد، نوم په، لینن ګراد، واوښت.
د ۱۹۴۶م کال پر همدغه ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلی د اتومي انرژی د نړیوال سازمان د جوړولو له پاره خپلې رایې وکارولې.
د ۱۹۸۹م کال د جنوري په ۲۴مه په پیرو کې ژغورونکو هڅه کوله چې د سرو زرو په یوه کان کې ایسار شوي ۱۰۰ تنه کان کیندونکي وژغوري.
د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ لیتوانیا د شوروي اتحاد څخه وغوښتل چې د بالتیک په جمهوریت کې د شوروي پوځونو له خوا چې کومې ودانۍ ولکه شوي هغه پریږدي.
د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، بل کلنټن، د یو قدم په اخیستو سره د متحده ایالاتو په بانکونو کې د شکمنو ترهګرو ډلو شتمنې کنګل کړې.
د ۱۹۹۶م کال پر نن ورځ په بوسنیا کې د ناټو په یوه مقر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه درې تنه سوله ساتي ځواکونه ووژل شول او نور ۷ تنه ټپیان شول.
د ۲۰۰۲م کال د جنورې د میاشتې په ۲۴مه نیټه، جان والکر لیند، د متحده ایالاتو په یوه محکمه کې راڅرګند شو. هغه په افغانستان کې نیول شوی امریکایي تبعه وو او پر هغه د امریکایانو د وژلو او د ترهګره ډلو سره د مرستې کولو تور لګول شوی وو.
د ۲۰۰۷م کال پر همدې ورځ د اسرایلو پر ولسمشر، موشه کاتساو، د جنسي تیري او د واک څخه د ناوړه استفادې تورنه لګول شوي وو.
ژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل