نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آذر ۱۱, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۸۱۵م کال پر همدې ورځ بریتانیا او نیپال د سولې یو تړون لاسلیک کړ.
د ۱۸۱۶م کال په ننې ورځ په متحده ایالاتو کې د سپما لومړې بانک پرانستل شو.
د ۱۹۷۵م کال د دسمبر په دوهمه اسرايیلي الوتکو په لبنان کې فلسطیني اهداف په نښه کړل. د دغه بریدونو په ترڅ کې ۹۱ کسان ووژل شول او ۱۵۰ نور کسان ټپیان شول. د وژل شوو او ټپیان په ډله کې لبنانیان هم شامل ول.
د ۱۹۸۲م کال پر همدې ورځ د لومړي ځل لپاره یو انسان ته مصنوِعې زړه نصب کړای شو. دغه کس وتوانید چې د دغه مصنوعي زړه په مرسته ۱۱۲ ورځې ژوندی پاتې شي.
د ۲۰۰۰م کال په ننۍ ورځ په آلمان کې یوې محکمې پریکړه وکړه چې که یوه ښځه په خپله خوښه ړنګريتوب وکړي نو جرم نه بلل کیږي.
د ۲۰۰۹م کال د دسمبر د میاشتې په دوهمه د ایران ولسمشر اعلان وکړ چې هیواد به یې د یورانیمو د غني کولو کار ته ادامه ورکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل